د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د یو فرمان په صادرولو سره د سولې خبرو لپاره رسمي پلاوی ټاکلی دی. دغه پلاوی چې ټاکل شوې د تورکیې، روسیې او امریکا له چارواکو سره وګوري، مشري به د دفاع وزیر رستم عمروف وکړي.
په دې پلاوي کې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سرګي کیسلیتسیا، د امنیتي خدماتو مرستیال الیګزاندر پوکلاد، د بهرنیو استخباراتو خدماتو مرستیال اولیګ لوهوفسکي، د لوی درستیز مرستیال اولیکسي شیفچینکو، د دفاع وزارت د اصلي استخباراتو ریاست مرستیال وادیم سکبیتسکي، د هوايي ځواک د قوماندې د مرکز مرستیال یفیني شنکاروف، د سمندري ځواکونو د قوماندې د مرکز مرستیال الیګزاندر دیاکوف، د لوی درستیزوالۍ حقوقي څانګې ، د نړیوال او عملیاتي حقوقي څانګې مشر اولیکسي مالوواتسکي، د د لوی درستیزوالۍ د عملیاتو ریاست لوړپوړی افسر الیګزاندر شیریخوف، د وسله والو ځواکونو د عمومي قوماندان د ملاتړ واحد د پروتوکول افسر جورګي کوزمیچوف، او د ولسمشر د دفتر د مشر سلاکار الیګزاندر بیفز شامل دي.
د روسیې پلاوی چې د ولادیمیر میډینسکي په مشرۍ دی، په کې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر میخایل ګالوزین، د روسیې د لوی درستیزوالۍ د استخباراتو ریاست مشر ایګور کوستیوکوف، او د روسیې د دفاع وزارت مرستیال الکساندر فومین شامل دي.
د دې پلاوي د کارپوهانو په لیست کې د روسیې د لوی درستزوالۍ د معلوماتو څانګې مرستیال الکساندر زورین، د روسیې د ولسمشر د بشري چارو د دولتي پالیسۍ څانګې مرستیاله یفګینیا پودوبریفسکایا، د بهرنیو چارو وزارت د خپلواکو دولتونو د ګډو هیوادونو د دویمې څانګې مشر الکساندر پولیشچوک، او د روسیې د دفاع وزارت د نړیوالې پوځي همکارۍ د عمومي ریاست مرستیال ولادیمیر شیفتسوف شامل دي.