د غزې جګړه
3 دقیقې خواندن
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د غزې د اوربند پر بل پرېکړه‌لیک رایه ورکوي، کيداي شې امريکا پري ويټو ولګوي
وړاندیز شوی پرېکړه‌لیک په غزه کې د سمدستي او دایمي اوربند او د مرستو د داخلېدو پر ټولو محدودیتونو د بې‌قید او شرط لیرې کولو غوښتنه کوي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د غزې د اوربند پر بل پرېکړه‌لیک رایه ورکوي، کيداي شې امريکا پري ويټو ولګوي
/ AP
4 جون 2025

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د چهارشنبې په ورځ د یوې پرېکړه لیک لپاره رایه اچونه پلان کړې چې په هغې کې د غزې لپاره د "فوري، بې قید او شرطه او دایمي اوربند" غوښتنه شوې ده چې ټولې خواوې یې درناوی وکړي.

د ملګرو ملتونو ډیپلوماټانو ویلي چې متحده ایالات به ښایي دې پرېکړه لیک ته ویټو ووایي.

په غزه کې د بشري وضعیت د "فاجعوي" په توګه یادولو سره، په دې وړاندیز شوې پرېکړه لیک کې د دې غوښتنه شوې چې "په غزه کې د بشري مرستو د ننوتلو ټول محدودیتونه فوري او بې قید او شرطه لرې شي او د دې مرستو خوندي او بې خنډه وېش په پراخه کچه ترسره شي، په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو او بشري شریکانو له لارې."

د چهارشنبې په ماسپښین ناوخته ټاکل شوې رایه اچونه د هغو ورځنیو اسرائيلي بریدونو په منځ کې ترسره کېږي چې د متحده ایالاتو ملاتړ لرونکي یوه لانجمن مرستندویه مرکز ته د فلسطیني مرستو غوښتونکو پر وړاندې کېږي.

ملګرو ملتونو د دې نوي سیستم مخالفت کړی، ویلې یې دي چې دا د غزې د لوږې مخ په زیاتېدونکي بحران حل نه کوي، اسرائيل ته اجازه ورکوي چې مرستې د وسلې په توګه وکاروي، د بې طرفۍ، او خپلواکۍ د بشري اصولو سره سمون نه لري.

د دې مسودې پرېکړه لیک غوښتنه کوي چې ټول اړین بشري خدمات د نړیوال بشري قانون او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه لیکونو سره سم بېرته ورغول شي.

د امریکا ویټو؟

د بېلابېلو هېوادونو څو دیپلوماتانو چې د سه شنبې په ورځ یې د نوم نه ښودلو په شرط خبرې وکړې، ځکه خبرې اترې خصوصي وې، وویل چې دوی تمه لري متحده ایالات به دې پرېکړه لیک ته ویټو ووایي.

دیپلوماتانو هم وویل چې د شورا د ۱۰ ټاکل شویو غړو استازو هڅه وکړه چې د امریکایي اړخ سره خبرې وکړي، خو بې پایلې پاتې شول.

د ملګرو ملتونو لپاره د امریکا ماموریت وویل چې دوی په دې وخت کې د دې مسودې پرېکړه لیک په اړه هېڅ تبصره نه لري.

یو پرېکړه لیک د تصویب لپاره باید ۹ رایې ترلاسه کړي او د دایمي غړو - متحده ایالات، روسیه، چین، بریتانیا یا فرانسې - لخوا ویټو ونه شي.

له اکتوبر ۷، ۲۰۲۳ څخه راپدېخوا، امنیت شورا د غزې اړوند ۱۴ پرېکړه لیکونو باندې رایه ورکړې او څلور یې تصویب کړي دي.

وروستی پرېکړه لیک هم د شورا د ۱۰ ټاکل شویو غړو لخوا وړاندیز شوی و او د "فوري، بې قید او شرطه او دایمي اوربند" غوښتنه یې کړې وه چې ټولو خواوو یې درناوی وکړ.

د نومبر په ۲۰ نېټه د شورا ۱۴ غړو د دې په ملاتړ رایه ورکړه، خو متحده ایالاتو پرې ویټو ولګاوه.

د اسراییلو وژنې

اسرائيل له اکتوبر ۲۰۲۳ راهیسې په غزه کې یو نسل وژنه ترسره کوي. فلسطینیانو د ۵۴،۴۷۰ څخه د زیاتو کسانو وژنه ثبت کړې چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

د فلسطین رسمي خبري اژانس (وافا) په وینا، شاوخوا ۱۱،۰۰۰ فلسطینیان د ویجاړو شویو کورونو لاندې ښخ شوي دي.

کارپوهان بیا وایي چې د مړو اصلي شمېر د غزې چارواکو لخوا راپور شوي شمېر څخه ډېر زیات دی او ښایي شاوخوا ۲۰۰،۰۰۰ ته ورسېږي.

د دې نسل وژنې په ترڅ کې، اسرائيل د محاصره شوې سیمې ډېره برخه ویجاړه کړې او د دې ټول نفوس یې په عملي توګه بې ځایه کړی دی.

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us