اقتصاد
3 دقیقې خواندن
وارن بافت د برکشایر هیټاوې له مشرۍ څخه د استعفا اعلان کوي
د نړۍ مشهور میلیاردر او پانګه وال وارن بفټ د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د روان کال تر پایه به د برکشایر هیتاوي د سوداګریزې ډلې له مشرتابه څخه استعفا وکړي او خپل ټاکل شوی ځای ناستی، ګرېګ ایبل، به د دې ډلې مشري ته وړاندې کړي.
وارن بافت د برکشایر هیټاوې له مشرۍ څخه د استعفا اعلان کوي
/ AP
4 می 2025

د بفټ بریا او د هغه د فکر څرګندولو وړتیا په ساده او روښانه ډول د هغه شهرت زیات کړی، چې په سوداګریزو او مالي حلقو کې یې د پام وړ اغېز درلود. د همدې لپاره هغه ته د "اوماها جادوګر" لقب ورکړل شوی دی.

بفټ څو کاله وړاندې اشاره کړې وه چې ۶۲ کلن ګرېګ ایبل به د هغه ځای ناستی وي. "اوس هغه وخت راغلی چې ګرېګ باید د کال تر پایه د شرکت اجرائیه رئیس شي،" بفټ، چې ۹۴ کلن دی، د اوماها په کلنۍ ونډه لرونکو غونډه کې وویل اوماها د برکشایر هیتاوي مرکزي دفتر دی.

بفټ وویل چې هغه باور لري د مدیره پلاوي ټول غړي به د دې سپارښتنې ملاتړ وکړي. "زه به لا هم شاوخوا پاتې شم او ښایي په ځینو مواردو کې ګټور ثابت شم، خو وروستۍ پرېکړه به د ګرېګ وي، که هغه د عملیاتو، پانګې وېش یا بل هر څه په اړه وي،" هغه زیاته کړه.

بفټ په ۱۹۶۰مو کلونو کې برکشایر هیتاوي، چې یوه منځنۍ کچه ټوکر جوړوونکې کمپنۍ وه، واخیسته او هغه یې په یوه ستر هولډینګ شرکت بدل کړ چې اوس یې ارزښت له یو ټریلیون ډالرو څخه زیات دی او ۳۰۰ میلیارد ډالره نقده شتمنۍ لري.

د سپارټن کیپیټل سیکورټیز څخه پیټر کارډیلو بفټ ته د "وال سټریټ جادوګر" لقب ورکړ او ویې ویل چې د هغه اعلان ممکن د ځای ناستي په اړه اندېښنې کمې کړي. "دا اعلان د هغه پیروانو لپاره د اطمینان وړ کېدی شي چې د ځای ناستي په اړه اندېښمن وو،" کارډیلو د فرانس پریس خبري اژانس ته وویل.

شرکت د شنبې په ورځ د لومړۍ ربعې ګټه ۹.۶ میلیارد ډالره اعلان کړې، چې ۱۴ سلنه کموالی ښيي. دا په هره ونډه کې ۴.۴۷ ډالره کېږي، چې دا هم په څرګند ډول کمښت ښيي.

د شنبې تر ورځې د فوربز مجلې د ریښتیني شتمنو لیست له مخې د بفټ خالص شتمني ۱۶۸.۲ میلیارد ډالره وه. بفټ ونډه لرونکو ته وویل: "زه هیڅ اراده نه لرم — صفر — چې د برکشایر هیتاوي یوه ونډه وپلورم. زه به دا په پای کې خیرات ته ورکړم." د ونډه لرونکو لخوا د هغه دې خبرې ته په ولاړې توګه چکچکې وشوې.

بفټ زیاته کړه: "د هرې ونډې ساتلو پرېکړه یوه اقتصادي پرېکړه ده ځکه چې زه فکر کوم د ګرېګ تر مدیریت لاندې به د برکشایر راتلونکې زما تر مدیریت ښه وي." هغه په ټوکه وویل: "نو دا د نن ورځې د خبرونو سرلیک دی."

ګرېګ ایبل، چې د برکشایر اوږدمهاله مهم غړی دی، په ۱۹۹۲ کې د انرژۍ څانګې سره یوځای شو او له ۲۰۱۸ راهیسې د مدیره پلاوي غړی دی. "ګرېګ ایبل او د ټیم پاتې غړي د ډیرو لویو مسوولیتونو سره مخ دي، او که وغواړي، د کار کولو لپاره د پام وړ نغدي شتمنۍ لري،" د انټرایکټیو بروکرز څخه سټیو سوسنیک وویل. هغه زیاته کړه: "دا په رښتیا د یوې دورې پای دی."

بفټ مخکې له دې چې د سوداګرۍ په اړه خبرې وکړي، وویل: "سوداګري باید د وسلې په توګه ونه کارول شي،" چې ښکاره یې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تعرفو د تګلارې په اړه اشاره وه. هغه وویل: "هیڅ شک نشته چې سوداګري د جګړې عمل کېدای شي،" پرته له دې چې د ټرمپ نوم واخلي.

د شنبې په ورځ بفټ واشنګټن ته سپارښتنه وکړه چې له نړۍ سره سوداګري ته دوام ورکړي او ویې ویل: "موږ باید هغه څه وکړو چې موږ یې ښه کوو او هغوی باید هغه څه وکړي چې هغوی یې ښه کوي." هغه زیاته کړه چې د یو هېواد لپاره خطرناک دی چې نورې نړۍ ته سپکاوی وکړي او د برترۍ ادعا وکړي.

 

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us