نړۍ
3 دقیقې خواندن
د اوکراین لوړ دیپلومات : د تورکیې مرکزي موقف د سولې لپاره "ارزښتمن" دی .
د اوکراین بهرنیو چارو وزیر اندری سیبیها وایي چې د تورکیې ولسمشر اردوغان د سولې هڅو کې ډیر مهم رول لري
د اوکراین لوړ دیپلومات : د تورکیې مرکزي موقف د سولې لپاره "ارزښتمن" دی .
Sybiha estimated the war’s daily cost to Ukraine at $220 million and said damage to national infrastructure had reached $600 billion, according to World Bank data. / AA
14 اپریل 2025

 د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر اندري سیبیها انادولو  خبري اژانس  ته وویل چې د روسیې او اوکراین په جګړه کې د تورکیې رول د سیمې د ثبات ساتلو او د عادلانه او دوامدارې سولې ته د رسیدو په خاطر "بې ساری" دی.

سیبیها د انټالیا ډیپلوماسي فورم  په څنډه کې چې د بیلیک په سیمه کې ترسره شو، وویل: "د سولې په هڅو کې د تورکیې او په ځانګړي ډول د ولسمشر (رجب طیب) اردوغان رول ډېر مهم دی. موږ دا ډېر ارزښتناک ګڼو او هیله لرو چې دا به دوام ومومي."

هغه د انقرې او کیف ترمنځ د امنیت او اقتصادي برخو په ځانګړې توګه د قوي همکارۍ یادونه وکړه او ویې ویل: "د تورکیې او اوکراین اړیکې د دواړو لپاره ګټورې دي."

سیبیها د تور سمندر د غلې دانې نوښت له لارې د تورکیې د خوراکي امنیت په برخه کې د مرستو یادونه وکړه او د دې تړون له امله د اوکراین لپاره مثبت اقتصادي اغېز ته اشاره وکړه، او د تور سمندر په سیمه کې د تورکیې رول یې "حیاتي" وباله.

سیبیها د دوامدارې سولې لپاره د تورکیې ملاتړ ته په اشارې سره وویل: "موږ د عادلانه، دوامدار، ټول شموله او اوږدمهاله سولې لپاره هڅه کوو -- او موږ د تورکیې په څېر د شریکانو ملاتړ ته اړتیا لرو."

د بهرنیو چارو وزیر وویل چې اوکراین د جګړې له پیل راهیسې نیول شوې سیمې نیمایي بېرته ژغورل شوي دي، خو ۲۰ سلنه لا هم د اشغال لاندې دي.

سیبیها د جګړې ورځنی لګښت د ۲۲۰ میلیونه ډالرو په شاوخوا کې اټکل کړ او ویې ویل چې د نړیوال بانک د معلوماتو له مخې، د ملي زیربناوو زیان ۶۰۰ میلیارده ډالرو ته رسېدلی دی.

هغه زیاته کړه: "په راتلونکي کې به د بیا رغونې او پانګونې لویې پروژې ترسره شي، او موږ به خوښ شو چې په دې کې د تورکیې شرکتونه برخه واخلي."

د جګړې سره سره، سیبیها د درې سلنه - پنځه سلنه اقتصادي ودې، ثابتې انفلاسیون کچې او د اوکراین د دفاعي تولید ظرفیت شپږ چنده زیاتوالي ته اشاره وکړه.

هغه وویل چې د انټالیا ډیپلوماسي فورم "یوازې یوه غونډه نه ده، بلکې دا داسې یوه پلیټ فارم ګرځېدلې چې موږ پکې د کارپوهانو خبرې اورو، نظریات تبادله کوو، نوې مفکورې رامنځته کوو، مهمې ناستې ترسره کوو او د راتلونکي رجحاناتو بڼه جوړوو."

سیبیها وویل چې د اوکراین پلاوي له څو نړیوالو شریکانو سره ګټورې خبرې وکړې، چې پکې د ۱۱ افریقایي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران هم شامل وو. خبرې اترې د روسیې-اوکراین جګړې او د هغې نړیوالو اغېزو، په ځانګړې توګه د افریقا سره د خوراکي امنیت په همکارۍ متمرکزې وې.

د انټالیا ډیپلوماسي فورم د انادولو خبري اژانس په نړیواله کچه د اړیکو شریک په توګه ترسره شو.

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us