تورکیې د هندوستان تر ولکې لاندې په کشمیر کې پر سیلانیانو د برید له امله د وژل شوو کسانو کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړه.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل: " په ډیرې خواشینۍ سره مونږ د جمو او کشمیر د پاهلګام سیمه کې د ملکي وګړو پر وړاندې د برید په اړه چې ګڼ شمېر کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده خبر ترلاسه کړ."
په بیان کې ددې خبرې په ټینګار ویل شوي دي چې "موږ دا ناوړه برید غندو."
په بیان کې زیاته شوې ده "موږ د هغو کسانو کورنیو ته خپله خواخوږي وړاندې کوو چې پدې پیښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی او ټپیانو ته د هر څه ژر روغتیا هیله کوو."
وسله والو د جمو او کشمیر په پاهلګام سیمه کې چې د سرینګر له مهم ښار څخه شاوخوا ۹۰ کیلومتره په واټن کې موقعیت لري، پر سیلانیانو ډزې وکړې چې په پایله کې لږ تر لږه ۲۶ کسان ووژل شول.
د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د پاهلګام د اوړي په تفریحي سیمه کې دغه "ناوړه عمل" وغنده او ژمنه یې وکړه چې بریدګر به د عدالت منګولو ته وسپاري.
تر اوسه هېڅ ډلې د دې برید مسئولیت نه دی منلی.