د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران د سولې د نه کولو په صورت کې په لا زیاتو بریدونو وګواښه.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی چې که د امریکا پر وړاندې کوم غبرګون وښيي، نو امریکا به پر ایران لا زیات بریدونه وکړي. ټرمپ وویل چې د امریکا بریدونو د ایران اټومي ځایونه "په بشپړه توګه له منځه وړي دي."
ټرمپ د یکشنبې په سهار په سپینه ماڼۍ کې یوې ملي تلویزیوني وینا کې وویل: "یا به سوله وي، یا به ایران لپاره داسې یوه غمیزه وي چې د تېرو اتو ورځو په پرتله به ډېره لویه وي."
هغه زیاته کړه: "څو شېبې وړاندې، د امریکا پوځ د ایران د رژیم درې مهمو اټومي تاسیساتو، فرډو، نطنز او اصفهان باندې دقیق او پراخ بریدونه ترسره کړل. دا هغه ځایونه دي چې خلکو یې نومونه د کلونو راهیسې اورېدلي دي، ځکه چې دوی دا خطرناک او ویجاړونکی پروګرام جوړاوه."
ټرمپ وویل: "زموږ هدف د ایران د اټومي غني کولو وړتیا له منځه وړل او د نړۍ د تر ټولو لوی ترهګر ملاتړي هېواد لخوا د اټومي ګواښ مخنیوی و."
هغه د امریکا بریدونه "یو حیرانوونکی پوځي بریا" وبلل. ټرمپ زیاته کړه: "د ایران د اټومي غني کولو مهم تاسیسات په بشپړه توګه له منځه وړل شوي دي."
د امریکا ولسمشر ایران د منځني ختیځ "زورواکی" وباله او ویې ویل چې تهران "اوس باید سوله وکړي."
هغه خبرداری ورکړ: "که دوی داسې ونه کړي، نو راتلونکي بریدونه به ډېر لوی او ډېر اسانه وي."