13 می 2025
د پاکستان پوځ د سه شنبې په ورځ وویل چې ۱۱ پوځیان او ۴۰ ملکي وګړي د هند سره په پوځي نښته کې وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ دا بیان د هند او پاکستان ترمنځ د څو ورځنۍ جګړې نه وروسته د اوربند نه وروسته خپور کړ.
د هند د پوځ لخوا په خپور شوي بیان کې راغلي دي چې "۴۰ ملکي وګړي وژل شوي، چې په کې اووه ښځې او ۱۵ ماشومان شامل دي"، او زیاته یې کړه چې ۱۲۱ نور ټپیان شوي دي.
په بیان کې دا هم ویل شوي چې ۱۱ پوځیان وژل شوي او ۷۸ نور د پوځ او هوايي ځواک غړي ټپیان شوي دي.