امریکا افغانستان او یمن سره د خوراکي توکو د مرستو ځنډول تایید کړل.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند تمی بروس، ، په یوه خبري ناسته کې وویل چې دا پرېکړه د دې لپاره شوې چې ددې احتمال ډیر لوړی دی چې د طالبانو اداره له دې مرستو څخه استفاده وکړي.
هغه زیاته کړه: دا پرېکړه د استخباراتي ارزونو او د طالبانو د ادارې د بشري فعالیتونو په بهیر کې د مداخلې د اوږدمهاله اندېښنو پر بنسټ شوې ده.
بروس څرګنده کړه: موږ د "نړیوال خوراکي پروګرام" ځینې پروګرامونه د ځانګړو ملي یا پروژه وي لومړیتوبونو پر بنسټ محدود کړي دي، خو ډېری ځنډېدلي پروګرامونه د یمن او افغانستان پورې تړاو لري.
، د کابل ځینو اوسېدونکو د دې موضوع په غبرګون کې له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې افغانستان ته مرستې جاري وساتي او په اوسنیو سختو شرایطو کې باید عادي خلک قرباني نه شي.
نقیبالله، چې د کابل یو اوسېدونکی دی، وویل:
زما غوښتنه له طالبانو ادارې او نړیوالې ټولنې څخه دا ده چې مرستې مه بندوئ. موږ بې وسه خلک یو. په داسې کور کې ژوند کوم چې میاشتنی کرایه یې درې زره افغانۍ ده، خو په رښتیا نه پوهېږم چې دا پیسې له کومه پیدا کړم.
په همدې حال کې، د طالبانو د ادارې د اقتصاد وزارت بیا ټینګار کړی چې د نړیوالې ټولنې مرستې، په ځانګړې توګه د امریکا له لوري، باید سیاسي نه شي. د دې وزارت په وینا، د بشري مرستو دوام کولای شي د خلکو اقتصادي ستونزې یو څه راکمې کړي.
عبدالرحمن حبیب، چې د طالبانو د ادارې د اقتصاد وزارت ویاند دی، وویل:
د نړیوالو سازمانونو بشري مرستې، په ځانګړې توګه په بحراني حالاتو کې، د فقر کمولو، اقتصادي پرمختګ او د نابرابرۍ کمولو کې مهم رول لري او باید د سیاسي موخو لپاره ونه کارول شي.
له بلې خوا، د رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی چې د ډونلډ ټرمپ حکومت غواړي پاتې مرستې په بشپړ ډول له افغانستان سره بندې کړي.