ټي آر ټي ورلډ ( د خپلو حقونو نه محروم امریکایان ) په نامه د ډرامې سره د ۲۰۲۵ کال د ټیلي جایزه وګټله.
دا لړۍ د زړه راښکونکي کیسې له لارې د هغو میلیونونو امریکایانو ژوند ته رڼا اچوي چې په پورټو ریکو، د اصلي خلکو په سیمو، او حتی په واشنګټن ډي سي کې ژوند کوي او د هېواد د تر ټولو مقدس ډیموکراتیک حق، یعنې رایې ورکولو څخه بې برخې پاتې دي.
ټي آر ټي ورلډ یو بل نړیوال ویاړ ترلاسه کړ .
دا لړۍ د زړه راښکونکي کیسې له لارې د هغو میلیونونو امریکایانو ژوند ته رڼا اچوي چې په پورټو ریکو، د اصلي خلکو په سیمو، او حتی په واشنګټن ډي سي کې ژوند کوي او د هېواد د تر ټولو مقدس ډیموکراتیک حق، یعنې رایې ورکولو څخه بې برخې پاتې دي.
د ټي آر ټي ورلډ د امریکا د دفتر مشر، انیس عدلي وویل: "زه خوشحاله یم چې زموږ ډیجیټل ټیم په واشنګټن ډي سي کې په استانبول کې زموږ د همکارانو په ارزښتناکه ملاتړ سره یو ځل بیا د پام وړ یو ډیر مهم افتخار ترلاسه کړ."
عدلي د ټیم غړو د "نه ستړي کیدونکي هڅو او تخلیقي لید" ستاینه وکړه او ویې ویل: "دا د دوی د اغیزمنو کیسو ویلو ژمنتیا لپاره یو مستحق تقدیر دی."
دا درې برخیزه ویب لړۍ د ۲۰۲۴ د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو پر مهال د ټی آر ټي ورلډ په ډیجیټل پلیټ فارمونو — لکه یوټیوب، ټیک ټاک، فېسبوک، انسټاګرام، او ایکس — خپره شوه، چې د لیدونکو ترمنځ یې پراخه دلچسپي او بحثونه راوپارولې.
د ټي آر ټي ورلډ د واشنګټن ډي سي میشته اجرائیوي تولیدونکي بابا عمر وویل: "د اصلي راپور ورکولو او په سیمه د مرکې کولو له لارې، دا لړۍ د هغو ډلو ژوند ته رڼا اچوي چې په امریکا کې د ولسمشر یا د کانګرس د غړو د رایې ورکولو حق څخه په مؤثره توګه بې برخې دي. موخه دا وه چې د سیاسي بې برخې کیدو کیسې نړیوال ډیجیټل لیدونکو ته وړاندې کړو."
د بې برخې امریکایان لړۍ د TRT World د دې ژمنې یوه برخه ده چې د هغو کسانو غږ پورته کړي چې څوک یې نه اوري — او هغه کیسې وړاندې کړي چې د پام وړ دي.
د ټیلي ایوارډز، چې یو نړیوال ویډیو او تلویزیوني ویاړ دی، د خپلو ۴۶م کلني ګټونکو د اعلان پر مهال وویل چې "له ۱۳,۰۰۰ څخه زیات ګډونونه" له ټوله نړۍ څخه ترلاسه شوي دي.
د دې کال موضوع، "کیسې بڼه اخلي"، څرګندوي چې نن ورځې جوړونکي څنګه دودیزې کیسې ویلو تخنیکونه د نوو بڼو سره یوځای کوي ترڅو د ویډیو د امکاناتو بشپړ طیف وپلټي.
د ټیلي ایوارډز مدیر، امانډا نیډهم، په یوه بیان کې وویل: "زه د دې کال د ګډونونو له کیفیت څخه حیرانه یم. د ټول صنعت په کچه کار کولو وړتیا موږ ته دا ځانګړتیا راکوي چې په هر پلیټ فارم، پرده، یا د تولید په طریقه کې په ریښتیا غوره ویډیو کار پورته کړو."