د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، د ناټو غړو هېوادونو د مشرانو د غونډې په څنډه کې په لاهه ښار کې د امریکا د متحده ایالتونو له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره لیدنه وکړه.
دغه لیدنه د ناټو غړو هېوادونو د مشرانو د رسمي ماښامنۍ میلمستیا پر مهال ترسره شوه، چې د هالنډ پاچا ویلم-الکساندر او د هغه د مېرمنې په کوربهتوب د «هاوس تن بوش» په شاهي ماڼۍ کې جوړه شوې وه.
په دې لیدنه کې د تورکیې او امریکا تر منځ دوه اړخیزې اړیکې او همدارنګه د سیمې او نړۍ مهمې موضوعګانې وڅېړل شوې. ولسمشر اردوغان د دواړو هېوادونو د پراخو همکارۍ وړتیاوو ته په اشارې سره، په ځانګړي ډول د انرژۍ او پانګونې په برخو کې، ټینګار وکړ چې د دفاعي صنعتونو په برخه کې د همکارۍ پراختیا کولی شي د ۱۰۰ میلیارده ډالرو دوه اړخیزې سوداګرۍ هدف ته رسېدل اسانه کړي.
اردوغان همدارنګه د ایران او اسرائیل تر منځ د امریکا په منځګړیتوب د اوربند هرکلی وکړ او د دې اوربند د ساتنې او دوام پر اړتیا ټینګار وکړ. هغه د غزې په سیمه کې د بشري ناورین د ژر پای ته رسولو او د روسیې او اوکراین تر منځ د جګړې د سولهییز حل لپاره د نږدې خبرو غوښتنه وکړه.
دواړو ولسمشرانو، چې د ناټو مهم متحدین دي، د دې ائتلاف د دفاعي وړتیاوو د پیاوړتیا لپاره د اړینو ګامونو پر اهمیت ټینګار وکړ.
ولسمشر اردوغان د سې شنبې په ورځ د جون ۲۴مه د ناټو د مشرانو په دوه ورځنۍ غونډه کې د ګډون لپاره هالنډ ته ورسېد. هغه د امستردام په شیپول هوایي ډګر کې د هالنډي چارواکو، په ناټو کې د تورکیې دایمي استازي باسات اؤزترک او په لاهه کې د تورکیې سفیر سلجوق اونال له خوا هرکلی وشو او بیا لاهې ته روان شو، چېرته چې د ناټو د مشرانو غونډه ترسره کېږي.
په دې سفر کې د تورکیې لومړۍ مېرمن امینه اردوغان، د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان، د ملي دفاع وزیر یاشار ګولر، د ملي استخباراتو رئیس ابراهیم قالن، د ولسمشرۍ د عامه اړیکو مرکز رئیس فخرالدین آلتون او د ولسمشر د بهرني سیاست او امنیت سلاکار عاکف چاغاتای قیلیچ له اردوغان سره ملګري دي.
د ناټو د مشرانو غونډه د یورو-اتلانتیک سیمې پر وړاندې د ستراتیژیکو ګواښونو او ننګونو پر تمرکز ترسره شوې او تر چهارشنبې ورځې پورې به دوام وکړي.
تمه کېږي چې د تورکیې ولسمشر به د دې غونډې په څنډه کې د نړۍ له یو شمېر نورو مشرانو سره دوه اړخیزې لیدنې ترسره کړي.