نړۍ
2 دقیقې خواندن
د امریکا په فلوریډا ایالت کې په یو  پوهنتون کې د وسله وال برید برید له امله دوه کسان وژل شوي
د فلوریډا ایالت پولیسو ویلي دي، برید کوونکی د یو سیمه ییز پولیس زوی دی.
د امریکا په فلوریډا ایالت کې په یو  پوهنتون کې د وسله وال برید برید له امله دوه کسان وژل شوي
Chaos and confusion grips Florida State University after a shooting leaves multiple casualties. / Reuters
18 اپریل 2025

د امریکا په فلوریډا ایالت کې په یو  پوهنتون کې د وسله وال برید برید له امله لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

 د فلوریډا ایالت پولیسو ویلي دي، برید کوونکی د یو سیمه ییز پولیس زوی دی.

د فلوریډا د ایالت پوهنتون د پولیسو مشر جېسن ټرم باور د پنجشنبې په ورځ وویل: "پدې پیښه کې دوو تنو ژوند د لاسه ورکړی  او پنځه کسان د ټپونوله امله  نږدې روغتون ته انتقال  شوي دي." هغه زیاته کړه چې تورن هم په روغتون کې دی.

فلوریډا ایالت پوهنتون چې په  ددې ایالت په مرکز ټلاهاسي کې موقعیت لري، له ۴۰ زرو څخه زیاتو محصلینو کوربه توب کوي.

د ټلاهاسي میموریل روغتون یوه ویاند وویل چې لږ تر لږه شپږ کسان روغتون ته د ډزو له پېښې وروسته وړل شوي دي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سپینې ماڼۍ څخه، د مرستیال ولسمشر جي ډي وینس او لوړپوړو چارواکو سره په څنګ کې، د دې پېښې په اړه وویل: "دا یو شرم دی. دا یوه وحشتناکه پېښه ده. وحشتناکه ده چې داسې پېښې کېږي. موږ به په دې اړه نور هم خبرې وکړو."

کله چې له هغه وپوښتل شول چې ایا هغه غواړي د دې وژونکو ډزو په تعقیب د وسلو په اړه نوی قانون جوړ کړي، ټرمپ وویل چې هغه د اساسي قانون د دویم تعدیل د ساتنې "مسوولیت" لري. هغه زیاته کړه: "دا پېښې ډېرې بدې دي، خو ټوپک ډزې نه کوي، خلک یې کوي."

د فلوریډا والي رون ډیسانتیس وویل: "زموږ دعاګانې د فلوریډا ایالت پوهنتون د قربانیانو کورنۍ سره دي، او د ایالت قانون پلي کوونکي په فعاله توګه ځواب ورکوي."

پوهنتون ټول درسونه د یوې ورځې لپاره رخصت کړل. ټول ټاکل شوي سپورټي فعالیتونه هم نوموړي تاوتریخوالي له امله لغوه شوي دي.

پولیسو وویل چې برید  کوونکی باور کېږي چې د فلوریډا ایالت پوهنتون اوسنی زده کوونکی دی او روغتون ته وړل شوی دی. ویل شوي چې هغه د لیون کاونټي د یوه پولیسو د افسر زوی دی او د خپلې مور ټوپک ته یې لاسرسی درلود.

ویډیوګانې ښيي چې خلک یو لوري او بل لوري ته منډې وهي. همداشان د برید پر مهال  محصلین او د هغوې وېرېدلي والدین په یوه بولینګ کلب  کې پټ شول .

د برید نه وروسته سمدلاسه پولیس او روغتیايي ډلې سیمې ته ورسیدې.

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us