نړۍ
2 دقیقې لوستل
سلوانیا پر اسرائیلو د هر ډول وسلو پر صادراتو او وارداتو بندیز ولګو.
د سلوانیا حکومت د پنجشنبې په شپه په یوه بیان کې وویل: "سلوانیا د اروپا لومړنی هېواد دی چې له اسرائیلو سره د وسلو په وارداتو، صادراتو او ترانزیت بندیز لګوي."
سلوانیا پر اسرائیلو د هر ډول وسلو پر صادراتو او وارداتو بندیز ولګو.
/ AP
1 اګست 2025

سلوانیا پر اسرائیلو د هر ډول وسلو پر صادراتو او وارداتو بندیز ولګو. دا د اروپايي تولنې لومړنی غړی دی چې داسې زړور ګام اوچتوي.

د سلوانیا حکومت په وار وار د اسرائیلو پر کړنو نیوکې کړې دي او تېر کال یې د فلسطین د دولت په رسمیت پېژندلو اقدام وکړ، ترڅو د غزې جګړه ژر تر ژره پای ته ورسوي.

د سلوانیا حکومت د پنجشنبې په شپه په یوه بیان کې وویل: "سلوانیا د اروپا لومړنی هېواد دی چې له اسرائیلو سره د وسلو په وارداتو، صادراتو او ترانزیت بندیز لګوي."

په بیان کې راغلي چې دا اقدام په خپلواکه توګه ترسره کېږي ځکه چې د اروپایي اتحادیې غړي هېوادونه د داخلي اختلافاتو او بې اتفاقۍ له امله د مشخصو اقداماتو په ترسره کولو کې پاتې راغلي دي.

د غزې په ویجاړونکې جګړه کې، چېرته چې "خلک په سیسټماتیک ډول سره  د بشري مرستو د نه لاسرسي له امله مري،" دا د هر مسؤل دولت دنده ده چې اقدام وکړي، حتی که دا د نورو هېوادونو څخه مخکې ګام اخیستل وي،"

حکومت زیاته کړې چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر راهیسې یې اسرائیلو ته د پوځي وسلو او تجهیزاتو د صادراتو لپاره هیڅ اجازه نه ده ورکړې.

د جولای په لومړیو کې، سلوانیا د اروپایي اتحادیې په کچه لومړی هیواد وو چې پر  دوه افراطي اسرائیلي وزیرانو  بندیز ولګو او خپل هیواد ته ممنوع الدخول اعلان کړل.

دوی دواړه اسراییلیان "نامطلوب شخصیتونه" اعلان کړل او تور یې پرې ولګاوه چې د فلسطینیانو پر وړاندې د "شدید تاوتریخوالي او د بشري حقونو د جدي سرغړونو" هڅونه کوي او "د نسل وژنې څرګندونې" کوي.

د ۲۰۲۴ کال په جون کې، د سلوانیا پارلمان د فلسطین د دولت په رسمیت پېژندلو پرېکړه تصویب کړه، چې دا د ایرلنډ، ناروې او اسپانیا په لاره روان شو. دا اقدام د اسرائیلو له خوا د غزې پر دوامداره بمبارۍ د نړیوالو نیوکو په ترڅ کې ترسره شو چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې وروسته پیل شوې وه.

 

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us