نړۍ
2 دقیقې خواندن
د اسټرالیا حکومت د سپین پوستو د برترۍ شبکې ټیرورګرام د ترهګرې ډلې په ليست کې شامله کړه.
د کورنیو چارو وزیر ټوني برک وایي چې داسې افراطي کرکه په اسټرالیا کې ځای نه لري.
د اسټرالیا حکومت د سپین پوستو د برترۍ شبکې ټیرورګرام د ترهګرې ډلې په ليست کې شامله کړه.
/ AP
21 ساعته مخکې

د اسټرالیا حکومت د سپین پوستو د برترۍ شبکې ټیرورګرام د ترهګرې ډلې په ليست کې شامله کړه.

د کورنیو چارو وزیر ټوني برک وایي چې داسې افراطي کرکه په اسټرالیا کې ځای نه لري.

هغه په ټولنیزه شبکه ایکس کې وویل: "دغه ډله داسې نظریه خپروي چې غواړي ځینې اسټرالیایان په خپل کور کې نا آرامه کړي. دا افراطي کرکه دلته د منلو وړ نه ده او په اسټرالیا کې ځای نه لري."

د SBS نیوز د راپور له مخې، د دې ډلې په لیست کې شاملېدل دا معنا لري چې که څوک د دې ډلې غړی یا ورسره تړاو ولري، نو تر ۲۵ کلونو پورې د بند سزا ورکول کېدای شي.

برک زیاته کړه: "دا لیست کول به د اسټرالیا حکومت ته د دې توان ورکړي چې په هېواد کې د افراطیانو فعالیتونه محدود کړي او د اسټرالیایانو امنیت به خوندي کړي."

د روان کال په لومړیو کې، د اسټرالیا حکومت پر ټیرورګرام بندیزونه ولګول، چې دا لومړی ځل و چې کانبیرا په بشپړ ډول پر یوې آنلاین ډلې د ترهګرۍ مالي بندیزونه ولګول.

ټیرورګرام یوه آنلاین شبکه ده چې په ځانګړي ډول د ټیلیګرام پیغام رسونې اپلیکیشن له لارې فعالیت کوي او د نوې فاشیزم، سپین پوستو د برترۍ او وسله وال افراطي نظریاتو ملاتړ کوي.

د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت په وینا، دغه ډله د لویدیځې نړۍ د ړنګېدو او د نژادي جګړې د رامنځته کولو لپاره د ترهګریزو بریدونو له لارې هڅې کوي.

بریتانیا ټیرورګرام په اپرېل ۲۰۲۴ کې د ترهګرې ډلې په توګه وپېژندله.

ږترلږه دوه بریدونه د ټیرګرم سره تړاو لري: د تیر کال په اګست کې په ژوندۍ بڼه خپور شوی برید چې پکې یو ۱۸ کلن ځوان په ترکیه کې د یوه جومات بهر پنځه کسان په چاقو ووهل، او په ۲۰۲۲ کال کې د اکتوبر په میاشت کې د سلواکیا په پلازمېنه براتیسلاوا کې په یوه بار کې د دوو کسانو وژل.

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us