د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، مسلمانان چې د نړۍ د نفوس نږدې څلورمه برخه جوړوي، باید په نړیوالو تصمیم ګیر بهیرونو کې د خپلو حقونو سره سم استازیتوب ولري.
اردوغان زیاته کړه:د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د ویټو واک لرونکي یو اسلامي هېواد شتون، اړتیا نه بلکې یو مهم ضرورت دی.
هغه وویل: زموږ مبارزه، چې 'نړۍ له پنځو لویه ده' د اصولو پر بنسټ روانه ده، موخه یې دا ده چې یو ټول شموله او عادلانه نړیوال جوړښت رامنځته شي، ترڅو د هغو نظامونو ځای ونیسي چې ستونزې زیږوي.
ولسمشر اردوغان همداراز وویل: اوس وخت رارسېدلی چې نړیوال پریکړه کوونکي میکانیزمونه د نړۍ له بدلېدونکو واقعیتونو سره ځان برابر کړي.
اردوغان خبرداری ورکړ: "اسرائیل به هېڅکله هغه سوله ترلاسه نه کړي چې لټوي یې، تر څو چې د ۱۹۶۷ کال د پولو پر بنسټ یو خپلواک او بشپړ فلسطیني دولت جوړ نه شي."
هغه زیاته کړه: لکه څرنګه چې اسرائیل د لوېدیځې غاړې په ضمیمه کولو بسنه نه کوي، د اسرائیلي حکومت وزیران اوس د الاقصی جومات په نښه کولو سره د اور سره لوبې کوي."
اردوغان ټینګار وکړ: تاریخي الاقصی جومات زموږ لپاره سره کرښه ده، او تورکیه د دې جومات د سپکاوي پر وړاندې هېڅ ډول زغم نلري.
د تورکیې پرته د اروپا د امنیت تصور ناشونی دی
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي دي چې د تورکیې پرته د اروپا امنیت تصور ناشونی دی. اردوغان د دوشنبې په ورځ په پلازمینه انقره کې بهرنیو سفیرانو ته په خطاب کې وویل چې تورکیه د اروپايي اتحادیې د غړیتوب پروسه د "ستراتیژیک لومړیتوب" په توګه ګوري، ځکه چې دا د اروپا یوه نه جلا کیدونکې برخه ده.
نوموړي دغه څرګندونې د روژه ماتې په پروګرام کې د خپلې وینا په ترڅ کې وکړې او زیاته کړه، د اروپا لپاره دا ورځ تر بلې ناممکن کیږي چې د تورکیې پرته د نړیوال لوبغاړي په توګه خپل موجودیت ته دوام ورکړي.