اقتصاد
3 دقیقې لوستل
هند د اپل تولیدي بدلون له امله چین شاته پرېښود او د امریکا تر ټولو ستر زیرک تیلیفونونو صادروونکی شو
هند د لومړي ځل لپاره امریکا ته د زيرک تیلیفونونو د صادراتو په برخه کې تر ټولو مخکښ هېواد ګرځېدلی، چې دا خبره د بازار څېړنې ادارې کانالیس(Canalys)  په یوه نوي راپور کې شوې ده.
هند د اپل تولیدي بدلون له امله چین شاته پرېښود او د امریکا تر ټولو ستر زیرک تیلیفونونو صادروونکی شو
/ Reuters
30 جولای 2025

هند د ايپل د تولیدي بدلون له امله چین شاته پرېښود او د امریکا تر ټولو ستر زیرک تیلیفونونو صادروونکی هېواد شو.

یوازې اپل نه دی چې دغه بدلون یې کړی؛ نور د زیرکو ټیلیفونونو جوړونکي شرکتونه لکه سامسونګ او موتورولا هم په هند کې د امریکا لپاره خپل تولید زیاتوي.

هند د لومړي ځل لپاره امریکا ته د زيرک تیلیفونونو د صادراتو په برخه کې تر ټولو مخکښ هېواد ګرځېدلی، چې دا خبره د بازار څېړنې ادارې کانالیس(Canalys)  په یوه نوي راپور کې شوې ده.

دا بدلون په نړیوالو ټکنالوژۍ تولیدي لارو کې یو لوی بدلون ښيي، چې په لویه کچه د اپل لخوا د چین څخه لرې د خپل اکمالاتي سلسلې تنوع کولو لپاره د روانو هڅو له امله پرمخ وړل کیږي.

په ۲۰۲۵ کال دویمه ربعه (اپریل – جون) کې، په هند کې جوړ شوي زيرک تیلیفونونو د امریکا وارداتو ۴۴ سلنه جوړول، چې دا شمېر د تېر کال د همدې مودې له ۱۳ سلنې څخه درې چنده زیات شوی دی.

دغه چټک زیاتوالی د هند د زيرک تیلیفون صادراتو په حجم کې د کال په کچه ۲۴۰ سلنه حیرانوونکې وده ښيي. له بلې خوا، د چین ونډه په امریکايي وارداتو کې تر ۶۱ سلنې له تېر کال څخه یوازې ۲۵ سلنې ته راټیټه شوې ده.

ویتنام هم چین شاته پرېښی، او د امریکا بازار کې یې ۳۰ سلنه برخه نیولې ده.

دغه بدلون تر ډېره د اپل د "چین پلس ون" ستراتیژۍ پایله بلل کېږي، چې هدف یې د چین پر ځای د بدیلو تولیدي مرکزونو رامنځته کول دي، ځکه چې نړیوال تجارتي شرایط ورځ تر بلې ترینګلي کېږي.

د کانالیس مشر تحلیلګر، سنیام چوراسیا، وویل: "ايپل په تېرو څو کلونو کې په هند کې خپل تولیدي ظرفیت پراخ کړی... او تر اوسه په ۲۰۲۵ کال کې یې د خپل صادراتي ظرفیت ډېره برخه د امریکا بازار ته ځانګړې کړې ده." 

که څه هم ايپل لا هم د خپلو پخوانیو چینايي تاسیساتو، په ځانګړي ډول د لوړې کچې پرو ماډلونو د برخو لپاره، تکیه کوي، خو په هند کې یې د اسمبلۍ فعالیتونه چټک کړي دي، او اوس هلته  آیفون ۱۶ تولیدېږي.

د ايپل اجرائیه رئیس تیم کوک پدې وروستیو کې دا بدلون تایید کړ او ویې ویل چې تمه لري د روان کال په اوږدو کې په امریکا کې پلورل کېدونکي آیفونونو ډېره برخه به په هند کې جوړه شوې وي.

ايپل پدې بدلون کې یوازینی نه دی؛ نور د ځيرک تلیفون جوړونکي لکه سامسونګ او موتورولا هم د امریکا لپاره خپل تولیدات په هند کې زیاتوي.

خو د دوی انتقال تر دې دمه ورو او محدود پاتې شوی. دا نوې لاره تر ډېره د واشنګټن له لوري د زیاتېدونکو ګمرکي تعرفو د ګواښونو په ځواب کې اخیستل شوې.

که څه هم د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پراخو "متقابل تعرفو" له مخې، ځینې ايپل تولیدات لنډ مهاله معاف شوي، خو کوک ته په مې میاشت کې خبرداری ورکړل شوی و چې ۲۵ سلنه تعرفه لا هم پر هغو وسیلو تطبیقېدلی شي چې د امریکا بهر، حتی په هند کې، جوړېږي.

سوداګریز تحلیل‌ کوونکي خبرداری ورکوي چې که چیرې ايپل خپل ټول آیفون تولیدات امریکا ته انتقال کړي، دا کار به د قیمتونو د شدید زیاتوالي لامل شي.

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us