"د بشري مرستو هڅې باید د سختو اړمنو خلکو سره د مرستې لپاره دوام وکړي. د مساوات، چمتووالي او بحران مدیریت په برخه کې د اروپا کمیشنره وايي چې نړیوال بشري قانون ته باید د ټولو لخوا درناوی وشي."
د اروپا د مساواتو، چمتووالي او بحران د مدیریت کمیشنرې، په غزه کې د اسرائيلو له خوا په روغتيايي کارکوونکو، روغتونونو او مرستندويه کارکوونکو باندې د بريدونو اړوند په اړه يي ژوره اندیښنه وښوده. هغه وویل چې په غزه کې په روغتیايي پرسونل، روغتونونو او مرستندویه کارکوونکو د بریدونو په اړه راپورونه په واقعیت چې زړه بوږنوونکي دي.
"زه د غزه په اړه ددې اندیښنې وړ راپورونو له امله اندېښمنه يم، چېرته چې روغتيايي کارکوونکي، امبولانسونه ، روغتونونه او مرستندویان د اسرائيلو تر بريد لاندې قرار لري او دا لړۍ دوام لري.
هغې وويل چي دغه عملونه د هغو مرستندويه کارکوونکو اساسي او قهرماني هلي ځلي، چي د دښمنيو په منځ کې د ژوند ژغورلو هڅه کوي، کمزوري کوي.
"بشري مرستندويه هلي ځلي بايد د اړمنو خلکو سره د مرستي لپاره دوام ولري. نړيوال بشري قانون بايد د ټولو له خوا محترم وشمېرل شي."
هغې وويل چي هغه د ملګرو ملتونو د بشري چارو لپاره مرستيال عمومي منشي او بېړنيو مرستو همغږي کوونکي ټام فلچر سره يو ځای، ټولو مدني وګړو او بشري کارکوونکو ته د درناوي غوښتنه کوي.
"موږ ته اړتيا ده چي د ټولو مدني وګړو، پشمول د بشري کارکوونکو او دوی د اوسېدو ځايونو، همداراز مدني زېربنا، پشمول د طبي تسهيلاتو، ښوونځيو او ملګرو ملتونو د تاسيساتو، ساتنه وکړو."
اسرائيلو د مارچ په اتلسمه نیټه اوربند پای ته ورساوه او خپله ورانوونکی جګړه بيا پيل کړه، چي د نویو بریدونو د پیل راهیسې ٨٠٠ فلسطينيان ووژل شول او ١،٦٠٠ نور ټپيان شوي دي.
د ۲۰۲۳ کال اکتوبر د اومې راهيسي، اسرائيلو ډېری ښځو او ماشومانو په ګډون د ۵۰۱۰۰ تنه فلسطينيانو وژلي، تر سلو زرو زیات کسان يي ټپیان کړي او ۸۰ سلنه سیمې په کنډوالو بدلې کړي دي.
تير نوامبر کي، نړيوال جنايي محکمي د اسرائيلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو او د هغه پخواني دفاعي وزير يواو گالنت په غزه کي د جنګي جرايمو او بشريت پر ضد جرايمو له امله د نیولو امر وکړ.
همداشان اسرائیل د نوموړې جګړې له امله د جزا په نړۍوال محکمه کې د نسل وژنې د قضيې سره مخامخ دی.