د حوثیانو اړوند د المسیره تلویزیون د نوموړو بریدونو په اړه ویلي دي چې امریکا
د صعده ښار په صفرا ولسوالۍ کې څلور هوايي بریدونه ترسره کړي دي.
د صعده ښار چې د سعودي عربستان سره په سرحدي سیمه کې موقعیت لري، د حوثیانو یو له مهمو مرکزونو څخه پیژندل کیږي.
د بله پلوه حوثیانو د څلورم ځل لپاره د امریکا د الوتکو وړونکې بېړۍ باندې د برید کولو نه خبر ورکړی دی.
د المسیره تلویزیون راپور ورکړی چې امریکا د حدیده ولایت په مینا ولسوالۍ کې د الاهلي سپورټ کلب ودانۍ او د حجه ولایت په میدي ولسوالۍ هم هوایي بریدونه کړي دي.
پدې راپور کې د مرګ ژوبلې په اړه څه ندي ویل شوي.
حوثیانو نن سهار د یو بیان په خپرولو سره اعلان وکړ چې دوی په سور سمندر کې د امریکا د الوتکو لیږدونکې بیړۍ "یو ایس ایس هري ټرومن" په توغندیو او بې پیلوټه الوتکو سره وویشتله.
د حوثیانو د پوځي ویاند یحیی سیري په وینا، "دوی په تیرو ۷۲ ساعتونو کې د څلورم ځل لپاره د امریکا د الوتکو لیږدونکې بېړۍ په نښه کړه."
سيري وويل چې د امريکا بريدونه د فلسطينيانو په وړاندې د يمن د مذهبي، اخلاقي او بشري مسؤليتونو د ترسره کولو مخه نشي نيولی.
په یمن د امریکا هوايي بریدونه
حوثیانو د مارچ په ۷مه اعلان وکړ چې دوی اسرائیلو ته څلور ورځې وخت ورکړی چې غزې ته مرستو ته اجازه ورکړي، که نه نو دوی به د اسرائیلو پر وړاندې سمندري عملیات بیا پیل کړي.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د مارچ په ۱۵مه، د خپل شخصي ټولنیز پلیټ فارم په یوه بیان کې اعلان وکړ چې هغه پوځ ته امر کړی چې په یمن کې د حوثیانو پر وړاندې "لوی برید" وکړي.
د حوثیانو مشر عبدالمالک الحوثي په یوه بیان کې ویلي چې د امریکا الوتکې او جنګي کښتۍ به د حوثیانو هدف وي او تر هغه چې دوی خپل بریدونه جاري ساتي، د سمندري تګ راتګ په بندیزونو کې به واشنګټن هم شامل وي.
حوثیانو اعلان وکړ چې د پلازمینې صنعا په ګډون په څو ښارونو کې د امریکا او بریتانیا په هوايي بریدونو کې ۵۳ کسان وژل شوي او ۹۸ نور ټپیان شوي دي.