نړۍ
3 دقیقې خواندن
امریکا ویلي دي چې ایران نور د اټومي وسلو د تولید توان نلري.
وروسته له هغه چې  امریکا د ایران  پر مهمو اټومي تاسیساتو بریدونه وکړل د امریکا مرستیال ولسمشر جی ډي وینس ویلي چې ایران نور د اټومي وسلې د جوړولو توان نه لري.
امریکا ویلي دي چې ایران نور د اټومي وسلو د تولید توان نلري.
/ AP
24 جون 2025

امریکا ویلي دي چې ایران نور د اټومي وسلو د تولید توان نلري.

وروسته له هغه چې  امریکا د ایران  پر مهمو اټومي تاسیساتو بریدونه وکړل د امریکا مرستیال ولسمشر جی ډي وینس ویلي چې ایران نور د اټومي وسلې د جوړولو توان نه لري.

وینس د فوکس نیوز سره په خبرو کې وویل: "موږ اوس په داسې ځای کې یو چې یوه اونۍ مخکې نه وو. یوه اونۍ مخکې، ایران د اټومي وسلې جوړولو ته ډېر نږدې و. اوس، ایران د هغه تجهیزاتو په مرسته چې دوی یې لري، د اټومي وسلې جوړولو توان نه لري، ځکه موږ هغه له منځه یووړل."

د مرستیال ولسمشر دغه څرګندونې یوازې څو ساعته وروسته له هغه وشوې چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسرائیل او ایران ترمنځ د اوربند تړون اعلان کړ، چې د نږدې دوه اونیو مستقیمې نښتې وروسته د تاوتریخوالي د کمېدو څرګندونه کوي.

وینس زیاته کړه: "سبا واقعاً یو نوی ورځ دی — د ۱۲ ورځني جنګ پای، د ایران د اټومي پروګرام پای، او زه په رښتیا باور لرم چې د منځني ختیځ لپاره د سولې د یو لوی څه پیل دی."

د ایران او امریکا ترمنځ کړکېچ د تېرې اونۍ په پای کې هغه وخت زیات شو کله چې د امریکا ځواکونو د اسرائیلو د پوځي بریدونو ملاتړ وکړ او د ایران په درې اټومي ځایونو، په ځانګړې توګه د فرډو د ځمکې لاندې غني کولو تاسیساتو باندې هوايي بریدونه وکړل.

په ځواب کې، ایران د دوشنبې په ورځ د قطر په العدید هوايي اډه کې د امریکا پر پوځي اډې د بالستیک توغندیو برید وکړ. په دې برید کې د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.

سپینې ماڼۍ د دې وروستي پوځي برید په اړه ویلي چې دا د ایران د اټومي ارادو لپاره یو پرېکنده ګوزار او په سیمه کې د نوو ډیپلوماتیکو هڅو لپاره یو پیل دی.

اوربند د څو لسیزو راهیسې د ایران او اسراییلو ترمنځ تر ټولو مستقیمې شخړې وروسته شوی دی.

د جون له ۱۳مې راهیسې، اسرائیلو د ایران په خاوره بریدونه کړي، چې په کې اټومي، پوځي تاسیسات او ملکي وګړي په نښه شوي دي. تهران په ځواب کې د اسرائیلو پر وړاندې د توغندیو بریدونه کړي، چې د پراخې سیمه‌ییزې جګړې ویره یې زیاته کړې ده.

د دوشنبې د ورځې اوربند، چې ټرمپ یې اعلان وکړ، په دې شرط دی چې دواړه خواوې د پوځي عملیاتو تدریجي بندول پیل کړي. تمه ده چې ایران به لومړی دا بندول پیل کړي، او ۱۲ ساعته وروسته به اسراییل ورته اقدام وکړي، چې شخړه به د اوربند له پیل څخه په ۲۴ ساعتونو کې په رسمي ډول پای ته ورسېږي.

که څه هم د دې اوږدمهاله اغېز لا روښانه نه دی، د امریکا چارواکي دا شېبه د یو مهم بدلون په توګه وړاندې کوي.

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us