د پوځ ویاند جنرال احمد شریف چودري د پنجشنبې په ورځ وویل چې دغه اسرائیلي جوړ شوي هارپ ډرونونه په بېلابېلو ځایونو کې ویشتل شوي، چې پکې د کراچۍ او لاهور په څېر لوی ښارونه هم شامل دي.
هند په تېرو لسو کلونو کې له اسرائیل څخه د ۲.۹ میلیاردو ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات وارد کړي دي، چې پکې رادارونه، څارنیز او جنګي ډرونونه، او توغندي شامل دي.
د پاکستان د پوځ ویاند خبریالانو ته په یوه خبري غونډه کې وویل: "د ټولو اغېزمنو ځایونو څخه، چې د کراچۍ او لاهور ښارونو دننه هم شامل دي، د ډرونونو پاتې شوني راټولېږي."
پوځ وویل چې هند د وروستیو سرحدي بریدونو وروسته د ډرونونو بریدونه جاري ساتلي، خو ټینګار یې وکړ چې پاکستان دغه ډرونونه یو په بل پسې شنډوي او له منځه وړي.
شریف وویل: "هند به د دې ښکاره تیري لپاره درنه بیه پرې کړي."
پوځ د ډرونونو پدې بریدونو کې د ځاني تلفاتو یا د زیربناوو زیانونو به اړه معلومات ندي ورکړي، خو وویل چې د پاتې شونو د څېړنې وروسته به نور معلومات ورکړل شي.