25 مارچ 2025
اسرائیلو په غزې د تیرې شپې په بریدونو کې ۲۳ فلسطینیان ووژل.
فلسطینی ډاکټرانو ویلي چې د اسرائیلو بریدونو په غزه کې د شپې لږترلږه ۲۳ کسان ووژل.
د ناصر روغتون په وینا، په مړو کې درې ماشومان او د هغوی مور او پلار هم شامل دي، چې د جنوبي ښار خان یونس ته نږدې د دوی په خیمه کې په برید کې وژل شوي.
د اسرائیلو لخوا تیره اونۍ پر غزې د درنو بمباریو بیا پیل کیدو راهیسې د مړو او ټپیانو شمیر په چټکۍ سره د ډیریدو په حال کې دی.
همداشان اسرائیلو په ۲۴ ساعتونو کې دوهم فلسطیني خبریال وواژه.
د اسرائیلو هوایی برید د فلسطین ټوډې خبریال محمد منصور کور په نښه کړ، چې منصور، د هغه میرمن او ماشوم ووژل.
د ویلو ده چې محمد منصور او د هغه کورنۍ د الجزیرې خبریال حسام شبات له وژنې څو ساعته وروسته په برید کې ووژل شول.