نړۍ
3 دقیقې خواندن
شمالي کوریا پر ایران د اسرائیلو بریدونه وغندل او اسرائیل يي په سیمه کې د سرطاني حجرې په توګه یاد کړ
شمالي کوریا پر ایران باندې د اسرائیلو پوځي بریدونه غندلي دي، او دا یې د انسانیت پر وړاندې یو "جنایت" بللی دی. همداشان شمالي کوریا  خبرداری ورکړی چې دا کړنې د منځني ختیځ په بې ثباته کولو او په سیمه کې  د پراخې جګړې د پیل خطر زیاتوي.
شمالي کوریا پر ایران د اسرائیلو بریدونه وغندل او اسرائیل يي په سیمه کې د سرطاني حجرې په توګه یاد کړ
/ AP
12 ساعته مخکې

شمالي کوریا پر ایران د اسرائیلو بریدونه وغندل او دا بریدونه يي بشریت پر وړاندې جنایت بللی دی.

شمالي کوریا پر ایران باندې د اسرائیلو پوځي بریدونه غندلي دي، او دا یې د انسانیت پر وړاندې یو "جنایت" بللی دی. همداشان شمالي کوریا  خبرداری ورکړی چې دا کړنې د منځني ختیځ په بې ثباته کولو او په سیمه کې  د پراخې جګړې د پیل خطر زیاتوي.

د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس KCNA د پنجشنبې په ورځ د بهرنیو چارو وزارت د ویاند له قوله ویلي چې پیونګ یانګ د اسرائیلو لخوا د ایران پر ملکي، اټومي او انرژۍ ځایونو بریدونو په اړه "جدي اندیښنه" څرګنده کړې او دا یې په کلکه غندلي دي.

ویاند زیاته کړه چې د اسرائیلو په بریدونو کې د ملکي وګړو وژل "د انسانیت پر وړاندې یو نه بښونکی جنایت" دی، او اسرائیل یې د "دولت لخوا تمویل شوې ترهګرۍ" په ترسره کولو تورن کړ. شمالي کوریا ټینګار کړی دی چې دا کړنې په سیمه کې  د یوې نوې پراخې جګړې خطر زیاتوي.

شمالي کوریا همدارنګه د امریکا او اروپایي هېوادونو څخه وغوښتل چې نور مداخله ونه کړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل: "اوسنی جدي وضعیت چې نړۍ مشاهده کوي په ښکاره توګه ثابتوي اسرائیل چې ، د امریکا او لویدیځ لخوا يي ملاتړ او پالنه کیږي، د منځني ختیځ د سولې لپاره د سرطان په څېر یو موجودیت دی او د نړیوالې سولې او امنیت د خرابولو اصلي عامل دی."

هغه زیاته کړه: "نړیواله ټولنه په کلکه د امریکا او لویدیځ ځواکونو څارنه کوي چې د جګړې اور ته لمن وهي، په داسې حال کې چې د ایران د مشروع حاکمیت حق او د ځان د دفاع پر حق سترګې پټوي. "

د 'فاجعوي پړاو' خبرداری

د شمالي کوریا دا څرګندونې په داسې حال کې ترسره کیږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د ایران په وړاندې یې "صبر ختم شوی" دی.

شمالي کوریا واشنګټن ته خبرداری ورکړ چې له مداخلې ډډه وکړي، او ویې ویل چې د امریکا او د هغې د متحدینو کړنې "د منځني ختیځ وضعیت یوې نه کنټرولېدونکې فاجعوي مرحلې ته رسوي."

د ټرمپ څرګندونې وروسته له هغې مخې ته راغلې چې د ایران ستر مشر علي خامنه اي د هغه غوښتنې چې ایران دې "بې قید او شرطه تسلیم" شي رد کړې، او امریکا ته یې خبرداری ورکړ چې که مداخله وکړي نو "نه جبرانېدونکي زیانونه" به وګوري.

په همدې حال کې، د وال سټریټ ژورنال راپور ورکړی چې ټرمپ د سه شنبې په ورځ خپلو سلاکارانو ته ویلي چې د ایران د برید پلانونه یې تایید کړي، خو د دې لپاره یې انتظار کړی چې وګوري ایران به خپل اټومي پروګرام پرېږدي که نه.

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us