نړۍ
2 دقیقې خواندن
چین د اروپايي ټولنې سره د اړیکو د پراختیا غوښتنه وکړه.
د چین د بهرنیو چارو وزیر په بېجینګ کې د خپل پرتګالي سیال سره په لیدنه کې  د اروپا سره د نږدې اړیکو غوښتنه وکړه.
چین د اروپايي ټولنې سره د اړیکو د پراختیا غوښتنه وکړه.
/ Reuters
25 مارچ 2025

چین  په داسې حال کې دا غوښتنه کوي چې  د چین او اروپایي مشرانو ترمنځ  نړیوال سوداګریزو کړکیچونه مخ په زیاتیدو دي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د سه شنبې په ورځ د پرتګال د بهرنیو چارو وزیر پاولو رینجل ته وویل چې چین به له پرتګال سره په ګډه د چین او اروپا اړیکې پیاوړې کړي. دا څرګندونې د چین د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې خپرې شوې.

وانګ یي وویل: "چین اروپا د څو قطبي نړۍ په یوه مهم محور ګڼي او د دې ملاتړ کوي چې اروپا خپله ستراتیژیکه خپلواکي وساتي."

د رینجل دا سفر، چې په تېرو پنځو کلونو کې د پرتګال د لوړپوړي حکومتي چارواکي لومړنی سفر دی، په داسې حال کې ترسره شو چې د اروپایي اتحادیې غړي هېوادونه د واشنګټن او بېجینګ ترمنځ د سوداګریزو جګړو د امکان په اړه اندیښمن دي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ادارې لخوا د ټرانس اتلانتیک اړیکو او نړیوالې سوداګرۍ د ګډوډولو د ګواښونو د ډیریدو سره د چین او اروپايي هیوادونو ترمنځه اړیکې مخ په پیاوړي کیدو دي.

د رینجل سربېره، د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر او د ایټالیا د سنا رئیس هم ټاکل شوې ده چې دا اوونۍ چین ته سفر وکړي او د چین له لوړپوړو چارواکو سره وګوري.

امریکا د اروپایي اتحادیې څخه بهر د پرتګالي صادراتو لپاره اصلي بازار دی، په داسې حال کې چې پرتګال په لویدیځه اروپا کې یوازینی هېواد دی چې د بېجینګ د نړیوالو زیربنایي پروژو د پلان (د بیلټ او روډ نوښت) برخه پاتې دی.

تېر کال، پرتګال د اروپایي اتحادیې په هغه رایه کې له ګډون څخه ډډه وکړه چې د چینایي برېښنایي موټرو پر وارداتو تعرفې ولګوي، او د دې صنعت له چینایي پانګونو هرکلی یې وکړ.

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us