ایران پر اسرائیلو بریدونو ته دوام ورکوي.
ایران په اسرائیل کې په څو ځایونو برید کړی، چې له امله يي ګنشمیر ودانیو ته زیان اوښتی او اورلګیدنې رامنځته شوي دي . د ویلو ده چې د اسرائیلو دفاعي سیستم د ډیری بریدوو په مخنیوي کې پاتې راغلی دی.
د اسرائیلو د پوځ راډیو د راپور له مخې، ګڼ شمېر توغندي چې ګومان کېږي له ایران څخه توغول شوي، د اسرائیل په خاوره کې ولګېدل.
که څه هم پوځ د دقیقو ځایونو په اړه څه نه دي ویلي، خو د اسرائیل هیوم ورځپاڼې راپور ورکړی چې لږ تر لږه دوه توغندي د بیت المقدس او د تل ابیب ته نږدې د شارون په سیمه کې لګیدلي دي.
د چینل ۱۲ راپور له مخې د توغندیو بریدونو د اسرائیل په مرکزي برخه کې یوې ودانۍ ته زیان اړولی او د اور وژنې ډلې په شاوخوا ۲۰ موټرو کې د لګیدولو اورونو نه د مړولو لپاره سیمې ته ورغلي دي.
د راپورونو له مخې، د اسرائیل په شمالي برخو کې هم په ګڼشمیر ودانیو د توغندیو د پارچو د لګیدو له امله اور لګیدنې رامنځته شوي دي.
په سیمه کې کړکېچ هغه وخت زیات شو کله چې د جمعې په ورځ اسرائیل په ایران کې په څو ځایونو، چې پوځي او اټومي تاسیسات هم پکې شامل وو، هوايي بریدونه وکړل، چې ایران یې په ځواب کې د غچ اخیستلو بریدونه وکړل.
د اسرائیلي چارواکو په وینا، د ایران د توغندیو په بریدونو کې لږ تر لږه ۲۴ کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي.
ایران ویلي چې د اسرائیل په بریدونو کې لږ تر لږه ۲۲۴ کسان وژل شوي او له ۱۰۰۰ زیات ټپیان شوي دي.