چارواکو ویلي دي، په پاکستان کې په وروستیو اونیو کې پولیسو د امریکا د خوراکي شرکت KFC پر مرکزونو د لسو څخه زیاتو بریدونو وروسته ګڼ شمېر کسان نیولي دي. دا بریدونه د امریکا پر ضد احساساتو او د اسرائيل د غزې پر جګړې د مخالفت له امله رامنځته شوي دي.
پولیسو په لویو ښارونو لکه د کراچۍ بندري ښار، د لاهور ختیځ ښار او پلازمېنې اسلاماباد کې تایید کړې چې لږ تر لږه ۱۱ پېښې شوې دي، چې په کې د KFC مرکزونه د لاریون کوونکو لخوا چې په لرګیو سمبال وو، زیانمن شوي دي. چارواکو ویلي چې تر دې دمه لږ تر لږه ۱۷۸ کسان نیول شوي دي.
KFC او د دې مورني شرکت Yum Brands ، چې دواړه په امریکا کې میشت دي، د دې پېښو په اړه د نظر ورکولو غوښتنې ته ځواب نه دی ویلی.
په لاهور کې پولیسو ویلي چې د ښار په ۲۷ KFC مرکزونو کې امنیت زیات کړی دی، وروسته له هغې چې دوه بریدونه وشول او د پنځه نورو مخنیوی وشو. د لاهور یو لوړپوړي پولیس افسر فیصل کامران ویلي: "موږ د دې بریدونو په اړه د بېلابېلو کسانو او ډلو رول څېړو." هغه زیاته کړه چې په دې پېښو کې ۱۱ کسان نیول شوي، چې په کې د تحریک لبیک پاکستان (TLP) ګوند یو غړی هم شامل دی. هغه زیاته کړه چې دا مظاهرې د TLP لخوا رسمي نه وې تنظیم شوې.
بایکاټ
د تحریک لبیک پاکستان ګوند ویاند ریحان محسن خان ویلي چې ګوند "مسلمانانو ته د اسرائيلي محصولاتو سره د بایکاټ کولو غوښتنه کړې، خو د KFC مرکزونو مخې ته د مظاهرو لپاره یې هېڅ ډول غوښتنه نه ده کړې."
هغه زیاته کړه: "که کوم بل څوک چې ځان د TLP مشر یا فعال بولي، په داسې فعالیت کې ښکېل وي، نو دا باید د هغه شخصي عمل وګڼل شي چې د ګوند له پالیسۍ سره هېڅ تړاو نه لري."
په وروستیو میاشتو کې په پاکستان او نورو مسلمانه اکثریت لرونکو هېوادونو کې لویدیځ برانډونه د اسرائيل د غزې پر جګړې د اعتراضونو او بایکاټونو سره مخ شوي دي.
د تلابیب لخوا د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه د غزې پر وړاندې یوه خونړۍ جګړه پیل شوه، چې له امله یې د ځایي روغتیايي چارواکو په وینا تر دې دمه له ۵۱,۰۰۰ څخه زیات فلسطینیان وژل شوي دي.
د Yum Brands ویلي چې د دې بل برانډ، Pizza Hut، هم د اسرائيل د جګړې په تړاو د بایکاټونو اوږدمهاله اغېز تجربه کړی ده.
په پاکستان کې ځايي برانډونو د چټک پرمختګ لرونکي کولا بازار ته لاره موندلې، ځکه چې ځینې مصرف کوونکي د امریکا برانډونو څخه ډډه کوي. د ګلوبل ډاټا په وینا، په ۲۰۲۳ کال کې په پاکستان کې د کوکا کولا بازار ونډه له ۶.۳ سلنې څخه ۵.۷ سلنې ته راټیټه شوې، په داسې حال کې چې د پیپسي ونډه له ۱۰.۸ سلنې څخه ۱۰.۴ سلنې ته کمه شوې ده.
د روانې میاشتې په پیل کې، د پاکستان مذهبي عالمانو د هغو محصولاتو یا برانډونو د بایکاټ غوښتنه وکړه چې د دوی په وینا د اسرائيل یا د امریکا اقتصاد ملاتړ کوي، خو له خلکو یې وغوښتل چې سولهییز پاتې شي او ملکیتونو ته زیان ونه رسوي.