نړۍ
3 دقیقې خواندن
پوتین اوکراین ته خبرداری ورکړ: اوکراین لخوا پر روسیې د اټومي برید هڅه به ددې هیواد وروستۍ تیروتنه وي
پوتین د جمعې په ورځ د سینټ پیټرزبورګ نړیوال اقتصادي فورم کې وویل، که اوکراین هڅه وکړي چې د روسیې په خاوره د "چټل بم" وغورځوي، نو مسکو به ورته "متقابل ځواب" ورکړي.
پوتین اوکراین ته خبرداری ورکړ: اوکراین لخوا پر روسیې د اټومي برید هڅه به ددې هیواد وروستۍ تیروتنه وي
/ AA
4 ساعته مخکې

پوتین اوکراین ته خبرداری ورکړ: د اوکراین لخوا پر روسیې د اټومي برید هڅه به ددې هیواد وروستۍ تیروتنه وي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین پر وړاندې خبرداری ورکړی  اوکراین د روسیې پر ضد د اټومي وسلو کارولو هڅه وکړي، دا به د کیف لپاره "وروستۍ تېروتنه" وي.

پوتین د جمعې په ورځ د سینټ پیټرزبورګ نړیوال اقتصادي فورم کې وویل، که اوکراین هڅه وکړي چې د روسیې په خاوره د "چټل بم" وغورځوي، نو مسکو به ورته "متقابل ځواب" ورکړي.

هغه زیاته کړه: "دا به د هغو کسانو لپاره یوه ستره تېروتنه وي چې موږ یې د اوسني اوکراین نازیان بولو، او ښایي دا د دوی وروستۍ تېروتنه وي."

پوتین یادونه وکړه چې د روسیې اټومي تګلاره د جدي ګواښونو په وړاندې سخت ځواب تضمینوي، او زیاته یې کړه چې د کیف لپاره به پایلې ډېرې خطرناکې وي.

هغه وویل: "زموږ ځواب به ډېر سخت وي، ښایي د نازیانو رژیم او د اوکراین لپاره تباه کوونکی وي."

په عین حال کې، پوتین ومنله چې اوس مهال داسې کوم تایید شوی ثبوت نشته چې اوکراین د چټل بم کارولو پلان لري.

هغه وویل: "شکر دی چې موږ د داسې نیتونو هیڅ ثبوت نه لرو. خو موږ د احتمال او فریضې نه یادونه کوو. که چیرې څوک دا ډول ککړ او ناروغ نیت په اړه ذهن کې ولري پدې دې ښه پوه شي چې دا به د هغوې لپاره تباه کوونکي وي."

د امنیت زون

پوتین زیاته کړه چې مسکو د اوکراین پولې ته نږدې د "امنیت زون" جوړوي، چې د روسیې په خاوره د پرله‌پسې بریدونو او د کورسک سیمې وروستۍ پېښې په ځواب کې دی.

پوتین ادعا وکړه چې د اوکراین ځواکونو د روسیې کورسک سیمې ته "ننوتلي" او د ملکي وګړو پر وړاندې یې "جرمونه" کړي دي.

هغه وویل چې په ځواب کې، د روسیې ځواکونو "درانه زیانونه" اړولي او بریدګر یې شړلي، چې له امله یې مسکو د سرحدي سیمې د خوندي کولو پرېکړه وکړه.

پوتین وویل چې د دې امنیتي زون ژوروالی له ۸ څخه تر ۱۲ کیلومترو پورې دی، او یادونه یې وکړه چې روسیه ښایي د اوکراین شمال ختیځ سیمه‌ییز مرکز، د سومي ښار، نیولو ته هم پام وکړي.

هغه وویل: "ژوروالی شاوخوا ۱۰ تر ۱۲ کیلومتره دی، کله ناکله ۸، کله ناکله ۱۲. د دې هاخوا د سومي ښار پروت دی. د دې نیول زموږ هدف نه دی، خو زه یې امکان نه ردوم."

کله چې له هغه وپوښتل شول چې روسیه په اوکراین کې تر کومه ځایه پرمختګ کول غواړي، پوتین وویل چې هغه باور لري چې د روسیې او اوکراین خلک یو ملت دی، او په دې مفهوم کې "ټوله اوکراین زموږ ده."

هغه وویل: "چېرته چې د روسي سرتېري پښه کېښودل شي – هغه زموږ دی."

د اوکراین حکومت تر اوسه د پوتین څرګندونو ته سمدستي ځواب نه دی ویلی.

د جګړې په څلورم کال کې، د روسیې پوځي بریدونه په وروستیو کې د اوکراین په شمال ختیځ کې، په ځانګړې توګه د خارکیف په شاوخوا کې، زیات شوي، په داسې حال کې چې د کرملین چارواکي دا ډول اقدامات د اوکرایني بریدونو په وړاندې د دفاعي ځوابونو په توګه وړاندې کوي.

 

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us