د تورکیې پارلمان د رایو په اکثریت سره هغه پرېکړه لیک تصویب کړ چې د اسرائیلو لخوا په غزه کې روان نسل وژنه، د سیمې په کچه اقدامات او پر ایران بریدونه غندي.
د چهارشنبې په ورځ په رسمي جریده کې خپره شوې اعلامیه کې، د پارلمان غړو ویلي چې د اسرائیلو رژیم د اشغال، سیستماتیک تاوتریخوالي او په غزه کې د وروستیو بمباریو له لارې چې زرګونه کسان یې وژلي، د بشریت پر وړاندې جرمونه ترسره کړي دي.
دوی د ایران پر وړاندې د اسرائیلو بریدونه هم وغندل او دا یې " پارونکي او ګواښونکي" وبلل، خبرداری یې ورکړ چې دا ډول کړنې پراخه سیمه ییزې جګړې لامل کیږي.
په پرېکړه لیک کې راغلي: "موږ په کلکه د ایران پر وړاندې د اسرائیلو بریدونه او په غزه کې د خلکو پر وړاندې ترسره شوې نسل وژنه غندو."
د تورکیې ملي شورا وویل چې دوی به د سیمې د "بې ګناه خلکو" حقونو نه دفاع او د ډیپلوماسۍ له لارې د دوامدارې سولې د جوړولو هڅو ملاتړ به وکړي.
د تورکیې پارلمان له نړیوالو بنسټونو او حکومتونو وغوښتل چې خپل چوپتیا پای ته ورسوي او د "قانوني او ډیپلوماتیک مسؤلیت" اخیستلو لپاره ګامونه پورته کړي.
دغه پرېکړه لیک چې د جون په ۱۷مه نېټه د ملي شورا عمومي غونډې ته وړاندې شوی، څرګندوي چې تورکیه به د منځني ختیځ لپاره د سولې، ثبات او عدالت د هڅو ملاتړ ته دوام ورکړي.