سیاست
2 دقیقې خواندن
د انګلستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې یوازې عسکري بریدونه د ایران د پوځي پرمختګ مخه نشي نیولی
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د اسرائیل او ایران ترمنځ جګړه د منځني ختیځ لپاره د جدي خطر یوه شېبه ده، او خبرداری یې ورکړی چې یوازې پوځي اقدام د ایران د اټومي یا پوځي پرمختګ مخه نشي نیولی.
د انګلستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې یوازې عسکري بریدونه د ایران د پوځي پرمختګ مخه نشي نیولی
/ AFP
5 ساعته مخکې

د انګلستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې په پراخیدونکې جګړه کې عسکري بریدونه د ایران د پوځي پرمختګ مخه نیولی نشي.

 د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د اسرائیل او ایران ترمنځ جګړه د منځني ختیځ لپاره د جدي خطر یوه شېبه ده، او خبرداری یې ورکړی چې یوازې پوځي اقدام د ایران د اټومي یا پوځي پرمختګ مخه نشي نیولی.

ډیویډ لامي د ولسي جرګې غړو ته په وینا کې، تایید کړه چې اسرائیل په  ایران کې په ځانګړې توګه پوځي او اټومي تاسیساتو، پراخ بریدونه کړي دي، او لوړپوړي شخصیتونه یې هم په نښه کړي دي.

ایران په ځواب کې د بالستیک توغندیو بریدونه وکړل، چې د پراخې سیمه‌ییزې جګړې وېره یې زیاته کړه.

لامي وویل چې د اسرائیل په پوځي برید کې بریتانیا ښکېله نه وه، خو د اسرائیل د امنیت لپاره یې د لندن ملاتړ بیا تایید کړ. هغه پارلمان ته وویل: "هیڅ پوځي اقدام نشي کولای د ایران وړتیاوې ختمې کړي،" او د ډیپلوماسۍ د بیا پیل اړتیا یې په ګوته کړه.

هغه وویل چې د بریتانیا سمدستي تمرکز د خپلو اتباعو پر خوندیتوب دی، او یادونه یې وکړه چې د مصر او اردن په ګډون سیمې ته د بحران ټیمونه استول شوي ترڅو اتباعو ته د وتلو په برخه کې مرسته وکړي. په اغېزمنو سیمو کې د بریتانیا اتباعو ته ویل شوي چې د مرستې لپاره دې د بهرنیو چارو دفتر سره ځانونه ثبت کړي.

لامي د پراخې بې‌ثباتۍ خطر ته اشاره وکړه، په ځانګړې توګه په غزه کې روان تاوتریخوالی، په لبنان، سوریه او عراق کې کړکېچونه، او په سور سمندر کې د حوثیانو بریدونه یې یاد کړل.

هغه د هر ډول کړکېچ د اقتصادي اغېزو په اړه خبرداری ورکړ، په ځانګړې توګه د هرمز تنګي ستراتیژیک اهمیت او د نړیوالو تېلو په عرضه کې د ایران رول ته په اشاره سره.

لامي د زغم غوښتنه وکړه او ویې ویل چې د جګړې ژورېدل "به جدي او نه‌پېشبیني کېدونکي پایلې ولري" او دواړو خواوو نه يي د زغم غوښتنه وکړه. هغه وویل: "دا یو پوځي اقدام دی چې د اسرائیل لخوا ترسره شوی." او زیاته یې کړه: "بریتانیا په دې کې ښکېله نه ده."

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us