تورکیه
2 دقیقې خواندن
تورکیې او ملګروملتونو په دمشق کې په یو کلیسا کې ځانمرګی برید په کلکو ټکو وغنده .
د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت او د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي په دمشق کې په یوه کلیسا کې د ځانمرګي برید غندنه کړې ده، چې په ترڅ کې یې ګڼ شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. دواړو خواوو د ترهګرۍ پر وړاندې د یووالي غوښتنه وکړه.
تورکیې او ملګروملتونو په دمشق کې په یو کلیسا کې ځانمرګی برید په کلکو ټکو وغنده .
/ TRT World and Agencies
23 جون 2025

 تورکیې او ملګروملتونو په دمشق کې په یو کلیسا کې ځانمرګی برید په کلکو ټکو وغنده .

 د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت او د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي په دمشق کې په یوه کلیسا کې د ځانمرګي برید غندنه کړې ده، چې په ترڅ کې یې ګڼ شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. دواړو خواوو د ترهګرۍ پر وړاندې د یووالي غوښتنه وکړه.

ګیر پیډرسن د یکشنبې په ورځ، د دمشق په دوئیله سیمه کې د مار الیاس کلیسا کې د ترسره شوي "ترهګریز برید" غندنه وکړه، چې د عبادت پر مهال پر ملکي وګړو شوی دی.

پیډرسن وویل: "زه په کلکو ټکو سره هغه ترهګریز برید غندم چې د عبادت پر مهال پر ملکي وګړی شوی دی." هغه ددې پېښې په اړه د بشپړې څېړنې او د چارواکو له خوا د جدي اقداماتو غوښتنه وکړه.

تورکیې هم دغه برید وغنده، چې د سوریې د روغتیا وزارت په وینا لږ تر لږه ۲۰ کسان یې وژلي او ۵۲ نور یې ټپیان کړي دي.

د وزارت په وینا، یو ځانمرګي بریدګر چې د داعش ترهګرې ډلې سره تړاو لري، لومړی  د کلیسا دننه ډزې وکړې او بیا یې ځان وچاوه.

د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې وویل چې دغه برید د سوریې د بې ثباته کولو او ټولنیز یووالي د ګډوډولو هڅه ده.

وزارت زیاته کړه: "دا برید د سوریې د ثبات او امنیت د ټینګښت هڅې کمزورې کول غواړي او د ټولنیز سولې او همغږۍ ګډوډولو ته لار هواروي."

انقرې د سوریې د ملي حاکمیت او یووالي  څخه یو ځل بیا خپل ملاتړ څرګند کړ او ژمنه یې وکړه چې "ټولې اړینې مرستې به وړاندې کړي" او د سوریې د خلکو په زغم او مقاومت یې باور څرګند کړ.

دغه ځانمرګی برید یوازې څو اونۍ وروسته له هغې ترسره شو چې د سوریې د کورنیو چارو وزارت د مې په ۲۶مه د دمشق په کلیوالو سیمو کې د داعش د ترهګریزو ډلو د موندلو اعلان وکړ.

امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال سپکې او منځنۍ وسلې ضبط کړې.

د اسد د پخواني رژیم له پای ته رسېدو راهیسې، د سوریې امنیتي ځواکونه د هغو کسانو پر وړاندې عملیات کوي چې په جرمونو، د بشري حقونو په سرغړونو او د ترهګرۍ اړوند فعالیتونو تورن دي.

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us