د سیمه ییزو رسنیو په وینا په ډومینیکن جمهوریت کې د یوه مشهور نایټ کلب د چت د نړېدو له امله لږ تر لږه ۹۸ کسانو ژوند د لاسه ورکړی دی. دا پېښه د یو کنسرت پر مهال رامنځته شوې ده.
په دې پېښه کې ۱۵۵ نور کسان ټپیان شوي دي.
د ډومینیکن جمهوریت د بیړنیو عملیاتو مرکز په یوه بیان کې ویلي: "موږ په ژورې خواشینۍ سره تاییدوو چې د دې بدمرغه پېښې له امله د مړو شمېر ۹۸ تنو ته رسېدلی دی. موږ د قربانیانو کورنیو او خپلوانو سره خواخوږي څرګندوو."
د مېجر لیګ بېسبال دوه پخواني لوبغاړي، اوکتاویو ډوټیل او ټوني بلانکو،هم په قربانیانو کې شامل دي. دا پېښه د "جیټ سیټ" په نوم نایټ کلب کې د ډومینیکن سندرغاړې روبی پیریز د کنسرت پر مهال رامنځته شوې ده.
د حکومتي سرچینو په وینا د مونټ کریسټي ولایت والي، نیلسي کروز، هم د دې پېښې په قربانیانو کې شامل دی.
د ژغورنې او لټون په عملیاتو کې له ۳۷۰ څخه زیات د بیړنیو مرستو کارکوونکو او ۱۵۰ د امبولانس موټرو برخه اخیستې وه.