نړۍ
6 دقیقې خواندن
امریکا او ایران د عمان په کوربتوب د اټومي خبرو بل پړاو ته چمتو کېږي.
د عمان هیواد د یکشنبې په ورځ د امریکا او ایران ترمنځ د اتمې دورې د هستوي خبرو اترو د ترسره کیدو تایید کړی، په داسې حال کې چې ټرمپ د ایران پر وړاندې د هستوي وسلو د ترلاسه کولو خبرداری ورکړی او د سیمې د ګډوډۍ له ویرې د امریکا د بعضو مرکزونو د برخیز تخلیه امر صادر کړی.
امریکا او ایران د عمان په کوربتوب د اټومي خبرو بل پړاو ته چمتو کېږي.
US Middle East envoy Steve Witkoff (L) and Iran's Foreign Minister Abbas Araghchi. / AFP
12 جون 2025

د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي خبرو شپږم پړاو به د یکشنبې په ورځ د عمان په پلازمېنه مسقط کې ترسره شي، د عمان د بهرنیو چارو وزیر د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ. دا اعلان وروسته له هغې وشو چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا ټینګار وکړ چې ایران ته به د اټومي وسلو جوړولو اجازه ورنه کړي.

د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر البوسعیدي په خپل یوه پوسټ کې وویل: "زه خوښ یم چې تایید کړم چې د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو شپږم پړاو به د یکشنبې په ورځ په مسقط کې ترسره شي."

تهران او واشنګټن له اپرېل میاشتې راهیسې پنځه پړاوه خبرې کړې دي ترڅو د ۲۰۱۵ کال د اټومي تړون پر ځای یو نوی تړون رامنځته کړي، هغه تړون چې ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې د خپلې لومړۍ دورې پر مهال پرېښود.

د عمان له خوا دا اعلان یوازې څو ساعته وروسته وشو چې ولسمشر ټرمپ وویل د امریکا پرسونل له منځني ختیځ څخه د احتمالي "خطرناک" حالت له امله انتقالیږي. مخکې راپور ورکړل شوی و چې امریکا په عراق، بحرین او کویټ کې د خپلو سفارتونو د جزوي تخلیې لپاره چمتووالی نیسي.

د اټومي ډیپلوماسۍ په اړه راپورونو د تیلو بیې له ۴ سلنې څخه زیاتې لوړې کړې، خو د پنجشنبې په ورځ بیا راکمې شوې. د عراق په جنوبي سیمو کې د تیلو د عملیاتو څارونکي یوه لوړپوړي چارواکي رویټرز ته وویل چې بهرني انرژي شرکتونه خپل عملیات په عادي ډول پر مخ وړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په بحرین او کویټ کې یې د پرسونل د اختیاري وتلو اجازه ورکړې ده. ټرمپ یو ځل بیا ټینګار وکړ چې ایران ته به د اټومي وسلې جوړولو اجازه ورنه کړي، په داسې حال کې چې د اسرائیل لخوا د ایران د اټومي تاسیساتو د برید په اړه اوازې زیاتې شوې دي.

د امریکا ولسمشر ویلي چې د خبرو لپاره یې اسرائیلي صدراعظم بنیامین نتنیاهو ته ویلي چې د ایران د اټومي تاسیساتو د برید څخه ډډه وکړي ترڅو خبرو ته فرصت ورکړل شي، خو ټرمپ په وروستیو کې څرګنده کړې چې د خبرو په اړه یې حوصله کمیږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په شپه خپل نړیوال سفر مشورتي تازه کړ او وویل: "د جون په ۱۱مه، د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د غیر ضروري حکومتي پرسونل د وتلو امر وکړ، د سیمې د زیاتېدونکو کړکېچونو له امله." دا پرېکړه په داسې وخت کې شوې چې سیمه په یو حساس حالت کې ده.

د امریکا له لوري د ځینو کارکوونکو ایستل د سیمې په داسې حساسو شرایطو کې ترسره کېږي چې وضعیت ورځ تر بلې بې‌ثباته کېږي. د ټرمپ هڅې چې له ایران سره اټومي هوکړې ته ورسېږي، له بن‌بست سره مخ ښکاري، او د امریکا استخباراتو راپور ورکړی چې اسرائيل د ایران د اټومي تاسیساتو پر ضد د برید تیاری نیولی دی.

ټرمپ خبریالانو ته وویل: هغوی ځکه ایستل کېږي چې هلته خطرناک حالت رامنځته کېدای شي، ګورو چې څه پېښېږي. موږ خبرداری ورکړی چې ځای پرېږدي."

کله چې ترې وپوښتل شول چې آیا د سیمې د وضعیت ارامولو لپاره څه کیدای شي، ټرمپ وویل:
"هغوی نشي کولی اټومي وسلې ولري. ډېره ساده ده."

ټرمپ څو ځله ایران ته ګواښ کړی که چېرې د هغوی اټومي پروګرام په اړه خبرې ناکامې شي، نو ممکن نظامي برید وکړي. نوموړي د چهارشنبې په ورځ په یوه مرکه کې ویلي چې نور ډاډه نه دی چې تهران به د یورانیمو غني کولو ته د پای ټکی کېږدي — دا د امریکا یوه کلیدي غوښتنه ده.

که څه هم د غیر ضروري پرسونل ایستل د احتمالي تاوتریخوالي اندېښنې راپورته کړې، خو یو لوړپوړي ایراني امنیتي چارواکي د پنجشنبې په ورځ ایراني Press TV ته ویلي چې د امریکا د پوځي کارکوونکو د کورنیو وتل کوم ګواښ نه ګڼي.

په مهمو اوبو کې بار وړل

د ایران د دفاع وزیر د چهارشنبې په ورځ واشنګټن ته خبرداری ورکړ چې که خبرې ناکامې شي او جګړه پیل شي، تهران به د امریکا سیمه‌ییزې اډې په نښه کړي. امریکا په منځني ختیځ کې په ګڼو هېوادونو لکه عراق، کویټ، قطر، بحرین او متحده عربي اماراتو کې پوځي شتون لري.

یو امریکایي چارواکی ویلي چې د امریکا د دفاع وزیر، پیټ هېګسېت، د منځني ختیځ له بېلابېلو ځایونو څخه د پوځیانو د کورنیو د رضاکارانه وتلو اجازه ورکړې ده. بل امریکایي چارواکي وضاحت ورکړی چې دا پرېکړه تر ډېره هغو کورنیو پورې اړه لري چې په بحرین کې مېشت دي، ځکه چې د پوځیانو ډېری کورنۍ هلته مېشتې دي.

د بریتانیا سمندري ادارې د چهارشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې د منځني ختیځ زیاتېدونکي کړکېچونه ممکن د سمندري فعالیتونو پر امنیت اغېز وکړي، په ځانګړي ډول د فارس خلیج، عمان خلیج او هرمز تنګي په شاوخوا کې.

سفینو ته مشوره ورکړل شوې چې د خلیج، د عمان خلیج، او د هرمز تنګي له لارې د تګ پر مهال له احتیاط څخه کار واخلي، ځکه چې دا ټول له ایران سره پوله لري.

په عراق کې هم له هغه راهیسې چې د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې د غزې جګړه پیل شوې، تاوتریخوالی زیات شوی دی. له ایران سره همغږې وسله‌والې ډلې په پرله‌پسې ډول د امریکا پر پوځیانو بریدونه کړي، که څه هم دا بریدونه له تېر کال راهیسې کم شوي دي.

د ایران یوه لوړپوړي چارواکي رویټرز ته ویلي چې ایران به د یورانیمو غني کولو حق پرېنږدي، سره له دې چې په سیمه کې کړکېچونه زیات شوي دي. هغه زیاته کړه چې یوه "دوستانه" سیمه‌ییز هېواد تهران ته د اسرائیل د احتمالي برید په اړه خبرداری ورکړی دی.

یوه امریکایي چارواکي ویلي، دا تاوتریخوالی د دې لپاره رامنځته شوی چې پر تهران فشار واچول شي څو د اټومي حقونو په اړه خپل دریځ بدل کړي، ځکه چې ټاکل شوې د یکشنبې په ورځ د امریکا او ایران تر منځ په عمان کې خبرې اترې ترسره شي.

ټاکل شوې ده چې تهران او واشنګټن د عمان په پلازمېنه مسقط کې د خبرو نوی پړاو پیل کړي، څو د ایران د اټومي پروګرام پر سر اوږده لانجه حل کړي.

تر اوسه د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او د ټرمپ د منځني ختیځ استازي ستیو وټکوف تر منځ پنځه پړاوه خبرې ترسره شوي، خو لا هم څو مهم خنډونه پاتې دي. له دغو خنډونو څخه یو دا دی چې ایران د امریکا دا غوښتنه رد کړې چې باید د یورانیمو غني کول بشپړ پای ته ورسوي.

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us