نوې سوریه
2 دقیقې خواندن
تورکیې د سوریې سره د ګازو او برښنا د چمتو کولو لپاره یو ستر تړون لاسلیک کړ.
د تورکيې د انرژۍ وزیر، الپ ارسلان بیرقدار، د دمشق د سفر پر مهال اعلان وکړ چې تورکیه به د یوې نوې دوه اړخیزې انرژۍ تړون له مخې هر کال سوریې ته دوه میلیارده مکعب متره طبیعي ګاز ورکړي.
تورکیې د سوریې سره د ګازو او برښنا د چمتو کولو لپاره یو ستر تړون لاسلیک کړ.
/ AA
15 ساعته مخکې

تورکیه د روسیې سره د ګازو او برښنا د چمتو کولو لپاره یو ستر تړون لاسلیکوي.

د تورکيې د انرژۍ وزیر، الپ ارسلان بیرقدار، د دمشق د سفر پر مهال اعلان وکړ چې تورکیه به د یوې نوې دوه اړخیزې انرژۍ تړون له مخې هر کال سوریې ته دوه میلیارده مکعب متره طبیعي ګاز ورکړي.

دا ګام د سوریې د جګړې وروسته بیا رغونې په برخه کې د انقرې د زیاتېدونکي رول څرګندونه کوي، چې له یوې لسیزې زیات وخت یې دوام وکړ.

بیرقدارد پنجشنبې په ورځ د سوریې د انرژۍ وزیر محمد البشیر سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل چې د ګاز صادرات به په سوریه کې د ۱۳۰۰ میګاواټه اضافي برېښنا تولید ملاتړ وکړي، چې د هېواد د انرژۍ د اوږدمهاله کمښت ستونزه به راکمه کړي.

سربېره پر دې، بیرقدار زیاته کړه چې تورکیه به سوریې ته د لنډمهاله اړتیاوو د پوره کولو لپاره ۱۰۰۰ میګاواټه برېښنا په مستقیم ډول ورکړي.

د پایپ لاین بیا فعالول او راتلونکي پروژې

البشیر تایید کړه چې دواړو خواوو د سوریې او  ترمنځ د اوږدې مودې لپاره غیرفعال ګاز پایپ لاین بیا فعالولو باندې موافقه وکړه، چې تمه کېږي د جون میاشتې په پیل کې به ګاز جریان پیل شي.

هغه وویل: "دا به د برېښنا تولید په پراخه کچه زیات کړي، چې د سوریې د خلکو د برېښنا اړتیاوو باندې به مثبت اغېز وکړي."

دواړو وزیرانو د ۴۰۰ کیلو واټه برېښنا مزي د بشپړولو په اړه هم خبرې وکړې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به وصل شي او تمه کېږي د کال تر پایه به فعال شي. دغه مزی به سوریې ته اجازه ورکړي چې له  څخه تر ۵۰۰ میګاواټه پورې برېښنا وارد کړي.

د برېښنا سربېره، دغه تړون د سوریې د انرژۍ او کانونو په سکتورونو کې  د خصوصي سکتور پانګونې ته لاره هواروي.

بیرقدار وویل چې   شرکتونه به د کانونو، فاسفېټ استخراج، برېښنا تولید او وېش په برخو کې د فرصتونو د موندلو لپاره بلنه ورکړل شي.

هغه زیاته کړه: "د نوو طبیعي سرچینو، که ګاز وي یا تېل، د موندلو په اړه ډېر جدي کار روان دی، که په ځمکه وي او که په سمندر کې." هغه د راتلونکي ګډې پلټنې په اړه هم اشاره وکړه.

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us