تورکیې دا راپور د انقرې د کورنیو او بهرنیو پالیسیو پر وړاندې له "بې بنسټه تورونو" ډک یو تحریف شوی او تعصب لرونکی سند بللی.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې د تورکیې په اړه د اروپا د پارلمان د عمومي غونډې پر مهال تصویب شوی راپور وغنده، او ویې ویل چې دا د داسې یوې ادارې تعصب څرګندوي چې "ترهګریزو سازمانونو او هغو ډلو ته د تبلیغاتو زمینه برابروي چې د تورکیې مخالفت یې اساسي هدف دی."
وزارت وویل: "موږ د داسې یوې ادارې بې بنسټه ارزونې ردوو چې ترهګریزو سازمانونو او هغو ډلو ته د تبلیغاتو زمینه برابروي چې د تورکیې پر ضد احساسات یې د خپل شتون دلیل ګرځولی. مونږ د خپل سیاسي دینامیک، بهرنیو پالیسیو او شمالي قبرس ترکي جمهوریت ته د خپل ولسمشر د سفر په اړه بې بڼسټه ادعاګانې او بې ځایه تورونه په کلکه توګه ردوو.
وزارت په اروپایي پارلمان غږ وکړ چې په راتلونکي کې دې یو لا رغنده او متوازن دریځ غوره کړي، په ځانګړې توګه د تورکیې د اوږدمهاله اروپایي اتحادیې د غړیتوب د بهیر په اړه.
اعلامیه په دې پای ته ورسیده: "موږ په راتلونکي کې له اروپایي پارلمان څخه تمه لرو چې خپلې دندې ترسره کړي ترڅو زموږ اړیکې له اروپایي اتحادیې سره، په شمول زموږ د غړیتوب بهیر، د متقابلې ګټې پر بنسټ دوام ومومي."