منځنی ختیځ
3 دقیقې خواندن
د اسرائیلو د کابینې ۱۵ وزیرانو او ځینو وکیلانو د لویدیځې غاړې د سمدلاسه الحاق غوښتنه کړې
په غوښتنلیک کې لیکل شوي: "موږ، وزیران او د کنېسټ غړي، غوښتنه کوو چې په یهودیه او سامره (اشغال شوې لویدیځه غاړه) کې دې سمدستي د اسرائیلو حاکمیت او قانون تطبیق شي."
د اسرائیلو د کابینې ۱۵ وزیرانو او ځینو وکیلانو د لویدیځې غاړې د سمدلاسه الحاق غوښتنه کړې
/ Reuters
3 جولای 2025

د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو  مشرۍ  د لیکود ګوند کابینې وزیرانو له پارلمان غوښتنه کړې د دې میاشتې تر پای پورې د پارلمان له رخصتۍ مخکې د اسرائیلو تر اشغال لاندې لویدیځې غاړې مځکو الحاق تصویب کړي.

دوی دغه غوښتنه د نتنیاهو او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر منځ د راتلونکې اونۍ د لیدنې مخکې کړې ده، چې تمه کېږي په دې کې به د غزې د احتمالي ۶۰ ورځني اوربند او د حماس سره د یرغملانو د خوشې کولو پر تړون خبرې وشي.

دغه غوښتنلیک د کابینې ۱۵ وزیرانو او د اسرائیلو د پارلمان (کنېسټ) مشر امیر اوهانا لاسلیک کړی دی.

د اسرائیلو د  لومړي وزیر دفتر دې غوښتنې ته  سملاسي ځواب نه دی ورکړی. د ستراتیژیکو چارو وزیر رون درمر، چې د نتنیاهو نږدې سلاکار ګڼل کېږي، دغه غوښتنلیک یې نه دی لاسلیک کړی. نوموړی له دوشنبې راهیسې په واشنګټن کې د ایران او غزې په اړه په خبرو بوخت  دی.

په غوښتنلیک کې لیکل شوي: "موږ، وزیران او د کنېسټ غړي، غوښتنه کوو چې په یهودیه او سامره (اشغال شوې لویدیځه غاړه) کې دې سمدستي د اسرائیلو حاکمیت او قانون تطبیق شي."

په غوښتنلیک کې ویل شوي چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه د حماس ناڅاپي برید وښوده چې د یهودي مېشت ځایونو بلاکول او د فلسطیني دولت د جوړېدو مفکوره د اسرائیلو لپاره یو وجودي ګواښ دی.

"دا دنده باید بشپړه شي، وجودي ګواښ باید له منځه یووړل شي، او د هېواد په زړه کې د بل قتل عام باید مخنیوی وشي."

د اسرائیلو اشغال:

اسرائیل په ۱۹۶۷ کال کې د عرب اسرائیلو جګړې پر مهال لویدیځه غاړه اشغال کړه.

په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې شاوخوا ۵۰۰,۰۰۰ غیر قانوني مېشتیني او په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې له ۲۰۰,۰۰۰ څخه زیات مېشتیني شتون لري. اسرائیل په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې له ۱۰۰ څخه زیات غیر قانوني مېشت ځایونه جوړ کړي دي.

ډېری هېوادونه په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې د غیر قانوني صهیونستي مېشت ځایونه، چې ډېر یې فلسطیني ټولنې له یو بل څخه جلا کوي، د نړیوالو قوانینو سرغړونه ګڼي.

په محاصره شوې غزه کې اسرائیل له ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې راهیسې تر دې دمه له ۵۶,۶۰۰ څخه زیات فلسطینیان، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي، وژلي دي.

د فلسطین رسمي خبري اژانس (وفا) په وینا، شاوخوا ۱۱,۰۰۰ فلسطینیان د ویجاړو شویو کورونو لاندې ښخ شوي دي.

کارپوهان بیا باور لري چې د وژل شویو کسانو اصلي شمېر د غزې چارواکو د راپورونو څخه ډېر زیات دی، او اټکل کوي چې دا شمېر ښايي شاوخوا ۲۰۰,۰۰۰ ته ورسېږي.

 

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us