logo
وروستي خبرونه | د چنګاښ ۳۰
04:53
04:53
نړۍ
وروستي خبرونه | د چنګاښ ۳۰
د نتنیاهو کړنو او جګړه مار چلند د امریکا اندیښنې هم راپارولي دي.
13 ساعته مخکې

امریکايي رسنیو د امریکایي چارواکو له قوله ویلي چې د سپینې ماڼۍ دننه د هغه څه په اړه اندیښنې مخ په زیاتیدو دي چې دوی نتنیاهو "ډیر بې رحمه" بولي، ټینګار کوي چې د هغه کړنې کولی شي په سیمه کې د ثبات ترلاسه کولو لپاره د امریکا هڅې زیانمنې کړي.

یوه چارواکي وویل، "نتنیاهو د یو لیوني په څیر عمل کوي ، هر وخت هرڅه بمباروي،" او خبرداری ورکړ چې دا کولی شي په سیمه کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هڅو ته زیان ورسوي.

یو بل چارواکي یادونه وکړه چې تیره اونۍ په غزه کې د یوې کلیسا بمبارۍ ټرمپ اړ کړ چې په شخصي توګه نتنیاهو ته زنګ ووهي او ترینه وضاحت وغواړي، او زیاته یې کړه چې داسې مخ په زیاتیدونکي احساس شتون لري چې هر څه مخ په خرابیدو دي.

 

ملګرو ملتونو د اسرائیلو لخوا له غزې څخه  د تخلیې د نوي امر نه  د ژوند ژغورنې مرستو ته د یو  بل  ستر ګوزار په توګه یادونه وکړه.

ملګرو ملتونو له مرکزي غزې څخه د اسرائیلو د وتلو وروستی حکم غندلی او دا یې د بشردوستانه هڅو لپاره یو جدي ګواښ بللی دی.

ملګرو ملتونو په یوه بیان کې، خبرداری ورکړی چې دا نوی الټیمیټم کولی شي مخکې له مخکې د مرستې عملیات ودروي او په سیمه  کې د ملکي خلکو ژوند نور هم د کړاونو سره مخامخ کړي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو دفتر وايي، په تېرو څو ساعتونو کې لږ تر لږه زر کورنۍ له سیمې وتلې دي.

امریکايي چارواکي له نتنیاهو څخه ناراضه دي

راپورونه وايي چې په واشنګټن کې د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د پوځي پرېکړو په ځانګړې توګه په سوریه کې د وروستیو هوايي بریدونو په اړه تاوتریخوالی زیات شوی دی.
د Axios د راپور له مخې، په سپینه ماڼۍ کې ځینو لوړ پوړو چارواکو جدي اندیښنه څرګنده کړې، او ویلي یې دي چې د نتنیاهو کړنې خورا غیر متوقع او ویجاړوونکې دي.

یوه چارواکي د اسرائیلو په مشر باندې انتقاد وکړ چې د "لیونی" په څیر چلند کوي "هر وخت هر څه بمباري کوي."

 

په سوریه کې د سویدا په نښتو کې د وژل شویو شمیر ۴۲۶ تنو ته رسیدلی دی

د سوریې د بشري حقونو شبکې په وینا، د سوریې په سویل کې د  سویدا په ولایت کې وژونکو نښتو تر اوسه لږ تر لږه ۴۲۶ کسان وژلي دي.

دا جګړه، چې شاوخوا یوه اونۍ وړاندې پیل شوې، د دروز ملیشو پر وړاندې د بدوي قبیلو جنګیالیو یو اتحاد يي رامنځته کړ.

په دې شمیر کې ځینې خورا زیان منونکي شامل دي: اوه ماشومان، لس میرمنې، شپږ د روغتیا پاملرنې کارکونکي، او دوه د رسنیو کارکوونکي.

په سوریه کې د بشري حقونو شبکې  په خپل وروستي بیان کې ویلي دي چې  د جولای له ۱۳ څخه د جولای تر ۲۰ پورې موده کې د مړو شمیرو ۴۲۶ تنو ته رسیدلی دی.

د جاپان لومړي وزیر وویل چې د مشرانو جرګې په ټاکنو کې د اکثریت له لاسه ورکولو سره سره به خپلې دندې ته دوام ورکړي.

د جاپان  لومړي وزیر شیګیرو ایشیبا وویل چې داسې ښکاري چې ددې په مشرۍ ګوند د مشرانو جرګې په ټاکنو کې خپل اکثریت له لاسه ورکړي.
د نیپون تلویزیون او TBS په ګډون سیمه ایزې رسنۍ اټکل کوي چې د ایشیبا په مشرۍ د لیبرال ډیموکراتیک ګوند او کومیتو واکمن ایتلاف د ۱۲۵ څوکیو څخه یوازې ۴۱ ترلاسه کړي.

د ویلو ده چې په مشرانو جرګه کې د کنټرول په لاس کې نیولو لپاره ۵۰ څوکۍ اړینې دي.

ایران د فرانسې، جرمني او انګلستان سره په استانبول کې د اټومي مذاکراتو د بیا پیلولو په اړه موافقې ته ورسیدل .

د ایران د پریس ټلویزیون د خبر له مخې، ټاکل شوې د ایران د اټومي پروګرام په اړه خبرې د جمعې په ورځ په استانبول کې بیا پیل شي.

په لومړیو راپورونو کې ویل شوي وو چې په راتلونکې اونۍ کې به د خبرو اترو د بیا پیل لپاره یوه لنډمهاله موافقه وشي، خو اوس د خبرو وخت او ځای په رسمي توګه تایید شوی دی.

لا زیات واورۍ
وروستي خبرونه | د چنګاښ ۲۷
اټومي سیاستونه
په فضا کې فضايي کثافات په چتکۍ سره مخ په ډیریدو دي
انټرنټ د ژوند په یوې مهمې اړتیاوې بدل شوی دی
د جاپان قوي زلزلې
پیشوګانې نړۍ اداره کوي
د دندې په ګمارنه کې د مصنوعي زیرکتیا پټ تعصب
د دوبۍ چاکلیټ څه ډول نړۍوال شهرت وموند
د مرغانو ګریپ یا انفلونزا ویروس ډیر خطرناکه دی
موږ په کال کې یو ځل د زوکړې ورځ لمانځو
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us