logo
موږ په کال کې یو ځل د زوکړې ورځ لمانځو
04:58
کلتور
موږ په کال کې یو ځل د زوکړې ورځ لمانځو
ځینې وختونه دا یوه خوشحاله پېښه وي چې په کې موږ د یوه مهم پړاو لمانځنه کوو. په نورو وختونو کې، کېدای شي دا یوه خواشینونکې شیبه وي چې موږ ته د زړښت یادونه کوي.

ځینې وختونه دا یوه خوشحاله پېښه وي چې په کې موږ د یوه مهم پړاو لمانځنه کوو. په نورو وختونو کې، کېدای شي دا یوه خواشینونکې شیبه وي چې موږ ته د زړښت یادونه کوي. نو، په رښتیا موږ څه وخت "بوډا" کېږو؟ ایا دا یوازې یو شمېر دی، که زموږ د احساساتو سره هم تړاو لري؟

ډېری خلک فکر کوي چې زړښت په ورو، کال په کال، ورځ په ورځ او حتی شیبه  په شیبه پېښېږي.

کېدای شي تاسو د زړښت په تمه یاست—لکه د لرغوني یوناني فیلسوف افلاطون په څېر، چې باور یې درلود زړښت د ځوانۍ له حواس ‌پېچوونکو عواملو څخه خلاصون راوړي. یا کېدای شي د ارسطو په څېر د وخت په تېرېدو اندېښمن یاست، هغه زړښت یو طبیعي زوال ګاڼه. خو دا په زړه پورې څېړنه کېدای شي زموږ د زړښت په اړه نظر بدل کړي.

د امریکا د سټینفورډ پوهنتون او د سنګاپور د نانیانګ ټکنالوژۍ پوهنتون څېړونکو د زړښت په اړه په ګډه یوه مطالعه وکړه. دوی هغه نښې مطالعه کړې چې د "بیومارکرونو" په نوم پېژندل کېږي، او زموږ په بدن کې په مالیکولي کچه څه پېښېږي هغه ښيي.

 دوی له ۲۵ څخه تر ۷۵ کلونو عمر لرونکي، له بېلابېلو مخینو څخه راغلي ۱۰۸ کسان هر درې تر شپږو میاشتو پورې د هغوی مالیکولونه کنټرولول. هغه څه چې دوی وموندل، حیرانوونکي وو: زړښت په ورو نه، بلکې په ناڅاپي توګه پېښېږي.

څېړونکو وموندله چې زموږ بدن په چټکۍ سره په دوو وختونو کې زړېږي؛ شاوخوا ۴۴ او ۶۰ کلنۍ کې. په دې وختونو کې زړښت چټکېږي! لکه د موټر اکسلېټر پیډل ته چې زور ورکوئ.

لا زیات واورۍ
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us