د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ روسیې ته د اوکراین سره د جګړې د پایته رسولو په خاطر لس ورځې مهلت ورکړی او ګواښ يي کړی چې د جګړې د دوام په صورت کې به له سختو تعرفو او نویو بندیزونو سره مخامخ شي.
د امریکا ولسمشر هیواد دا څرګندونې امریکا ته د ستنیدو پر مهال په الوتکه کې وکړې. هغه مسکو ته خبرداری ورکړ چې د اګست تر اتمې نیټې پورې جګړه ودروي که نوي د ډیر سخت اقتصادي زیان سره به مخ شي.
ټرمپ وویل: "موږ به پر روسیې لوړې تعرفې ولګو او ځیني نور ګامونه به هم اوچت کړو" هغه دا ومنله چې ممکن دا ګامونه پوتین ته زیان ونه رسوي خو که روسیه هغه له پامه وغورځوي هغه به هم سخت زیان وویني."
بريتانيا وايي که اسرائیل په غزه کې د وحشيانه جګړې د پای ته رسولو لپاره "کافي ګامونه" پورته نه کړي ، تر سپټمبر پورې به فلسطين په رسميت وپېژني.
لومړي وزیر کییر سټارمر خپلې کابینې ته وویل چې اسرائیل باید اوربند ته ورسیږي، د اشغال شوې لویدیځې غاړې الحاق ودروي، او د سولې خبرو ته ژمن شي، که نه لندن به د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې څخه مخکې فلسطین په رسمیت وپیژني.
هغه ټینګار وکړ چې حماس باید یرغمل شوي کسان هم خوشې کړي، اوربند لاسلیک کړي او وسلې پر مځکه کیږدي."
تورکیه وايي، د اسرائیل او فلسطین ترمنځه تل پاتی حل باید د شخړې په زړه کې د "ظالمانه اشغال" سره مقابله وکړي.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال نوح یلماز یو نړیوال کنفرانس ته وویل چې اشغال د دې لامل شوی چې دوه دولتی حل لاره ناکامه شي.
هغه اسرائیل په ټوله سیمه کې د "بې ثباتۍ خپرولو" او جګړې د دوام په لټه کې او د ګاونډیو هیوادونو په کمزوري کولو تورن کړ.
د هند لومړی وزیر نریندرا مودي وايي، د هند او پاکستان ترمنځه په سوله کې هیڅ بهرني مشر منځګړیتوب ندی کړی او پدې اړه يي د امریکا د ولسمشر ټرمپ هغه ادعاوې رد کړې چې واشنګټن د جګړې د درولو لپاره ګام اخیستی دی.
مودي د می په میاشت کې د دوی په نوم د سندور عملیاتو ته په اشارې سره وویل: "د نړۍ هیڅ مشر موږ ته د عملیاتو د بندولو غوښتنه نه ده کړې."
د می له ۷ نیټې راهیسې، ټرمپ او د هغه ادارې شاوخوا ۳۰ ځله ادعا کړې چې امریکا د دواړو ګاونډیو ترمنځ د بشپړې جګړې د مخنیوي لپاره ګام اخیستی دی. اسلام اباد د واشنګټن رول منلی، خو نوی ډیلی یې ردوي.
د روسیې د کامچاتکا ټاپووزمه د ریښتر په کچه د ۸ عشاریه ۸ په شدت سره یوې ډیرې زورورې زلزلې ولړزو، چې په ارام سمندر کې یې د سونامي خبرداری ورکړ.
د زلزلې مرکز له پیتروپولوفسک – کامچاتسکي څخه ۱۱۹ کیلومتره لرې د ۲۰ کیلومترو په ژوروالي کې و.
د کامچاتکا والي دا په لسیزو کې ترټولو قوي زلزله وبلله. یو شمېر کسان ټپیان شوي، خو چارواکي وايي د ټولو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی.