اسرائیل ادعا کوي چې د غزې خصوصي سکتور ته به غزې ته د توکو د داخلولو بهیر نرم کړي.
د فلسطین د روغتیا وزارت وايي، د مې د ۲۷مې راهیسې تر اوسه لږ تر لږه ۱،۵۱۶ مرسته غوښتونکي د اسرائیلي ډزو له امله وژل شوي او ۱۰،۰۶۷ تنه نور ټپیان شوي دي.
د اسرائیل کابینې یو نوی میکانیزم منظور کړی چې له مخې به يې د توکو “مرحله وار او کنټرول شوی” ننوتل د خصوصي سکتور له لارې غزې ته اجازه ولري.
د اسرائیلو پوځي اداره کوګاټ (COGAT) چې د غزې محاصره پلي کوي، د سه شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل: “دا ګام د دې لپاره اخیستل شوی چې غزې ته د ورننوتونکو مرستو کچه لوړه شي، او پر ملګرو ملتونو او نړیوالو مؤسسو باندې تکیه کمه شي.”
په اعلامیه کې ویل شوي چې د نوي میکانیزم له مخې، یوه محدوده شمېره ځایي سوداګرو ته اجازه ورکړل شوې چې مرستې یا توکي وارد کړي.
دا اقدام داسې مهال ترسره کېږي چې د اسرائیل سختې محاصرې د غزې ۲.۴ میلیونه وګړي د قحطۍ تر پولو رسولی دي.
د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، له اکتوبر ۲۰۲۳ راهیسې لږ تر لږه ۱۸۰ کسان – چې پکې ۹۳ ماشومان شامل دي – د لوږې او سوء تغذيې له امله مړه شوي دي.
د غزې د فلسطین حکومت د رسنیو دفتر د دوشنبې په ورځ وویل چې اسرائیل د جولای ۲۷ راهیسې یوازې ۶۷۴ د مرستو موټرونه پرېښي دي چې سیمې ته داخل شي، چې دا د ورځني اړتیا ۶۰۰ موټرو یوازې ۱۴ سلنه جوړوي.
بې اغېزې هڅې
د فلسطین د روغتیا وزارت ویلي، له مې ۲۷مې راهیسې لږ تر لږه ۱،۵۱۶ مرسته غوښتونکي د غزې په هغو سیمو کې وژل شوي چې د امریکا تر مدیریت لاندې د مرستو وېش مرکزونه پکې دي، او ۱۰،۰۶۷ نور د اسرائیلي ډزو له امله ټپیان شوي دي.
د اسرائیل له خوا جوړ شوی د مرستو نوی میکانیزم له پراخې نیوکې سره مخ شوی، چې نا اغېزمن بلل شوی او دا یې “د لوږو فلسطینیانو لپاره د مرګ دام” یاد کړی.
اسرائیل، سره له دې چې نړیوالو د اوربند غوښتنه کړې، لا هم له اکتوبر ۷، ۲۰۲۳ راهیسې پر غزه خپل ظالمانه بریدونه روان ساتلي، چې په ترڅ کې یې نږدې ۶۱،۰۰۰ فلسطینیان وژل شوي، چې نږدې نیمایي یې مېرمنې او ماشومان دي. د اسرائیلو پوځي بریدونو د غزې سیمه په بشپړه توګه ویجاړه کړې او تر قحطۍ یې رسولې ده.
تېر نومبر، د نړیوالې جزایي محکمې (ICC) له خوا د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د هغه د پخواني دفاع وزیر یواف ګالانت لپاره د جګړه يي جنایاتو او د بشريت ضد جنایاتو په تور د نیولو امرونه صادر شول.
اسرائیل د عدالت په نړیواله محکمه کې د خپلې جګړې لپاره د نسل وژنې قضیې سره هم مخ دی