د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو پرېکړه کړې چې غزه په بشپړه توګه اشغال او په سیمه کې خپل پوځي عملیات پراخ کړي.
د دوشنبې په ماښام، نتنیاهو ته نږدې یو لوړ پوړي چارواکي یدعوت احرونوت ورځپاڼې ته ویلي: "پرېکړه وشوه، موږ به غزه په بشپړه توګه اشغال کړو."
همدې چارواکي وویل: "عملیات به په هغو سیمو کې هم ترسره شي چې یرغمل شوي کسان پکې ساتل کیږي. که د اسرائیل لوی درستیز د دې مخالفت وکړي، باید استعفا ورکړي."
د اسرائیلو د ۱۲م چینل تلویزیون راپور ورکړی چې دا پرېکړه د غزې په اړه د اسرائیلو په ستراتیژۍ کې یو لوی بدلون په ګوته کوي او تمه کیږي چې عملیات به اوس په ګڼ مېشتو سیمو کې، په شمول د کډوالو په مرکزي کمپونو کې ترسره شي.
دولتي نشراتي ادارې KAN، له هغو وزیرانو چې په دې وروستیو کې یې له نتنیاهو سره لیدلي وو، د راپور له مخې، ویلي چې لومړي وزیر د امنیتي ادارو له اعتراضونو سره سره په غزه کې د پوځي عملیاتو د پراخولو پرېکړه کړې ده.
د یدعوت احرونوت ورځپاڼې ادعا کړې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نتنیاهو ته د دې پراخ برید لپاره "شین څراغ" روښانه کړی دی.
اسرائیلي پوځ د نړیوال اوربند غوښتنې رد کړې او د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې راهیسې یې پر غزې وحشیانه بریدونه جاري ساتلي دي. په بریدونو کې تر اوسه شاوخوا ۶۱،۰۰۰ فلسطینیان وژل شوي، چې نږدې نیمایي یې ښځې او ماشومان دي.
د اسرائیلو نسل وژونکو بریدونو غزه ړنګه کړې او سیمه یې د قحطۍ څنډې ته رسولې ده.