نړۍ
2 کمه لوست
جنوبي کوریا او ناټو د سایبري امنیت همکارۍ د پیاوړتیا لپاره خبرې اترې کوي
دواړه خواوې موافقې ته رسیدلي چې د سایبري ګواښونو سره د مبارزې په برخه کې همکاري زیاته کړي او په هند-پسیفیک او یورو-اتلانټیک سیمو کې د سایبري امنیت خطرونه وارزوي.
جنوبي کوریا او ناټو د سایبري امنیت همکارۍ د پیاوړتیا لپاره خبرې اترې کوي
/ User Upload
4 ساعته مخکې

جنوبي کوریا او ناټو د سایبري امنیت همکارۍ د پیاوړتیا لپاره خبرې اترې کوي

دواړه خواوې موافقې ته رسیدلي چې د سایبري ګواښونو سره د مبارزې په برخه کې همکاري زیاته کړي او په هند-پسیفیک او یورو-اتلانټیک سیمو کې د سایبري امنیت خطرونه وارزوي.

د یونهاپ خبري آژانس د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په حواله راپور ورکړی دی، چې سویلي کوریا او ناټو د سایبري امنیتي همکارۍ د ښه کولو په اړه د لوړې کچې خبرې کړې دي.

سایبري خبرې چې د پنجشنبې په ورځ په سیول کې ترسره شوې، د سویلي کوریا د نړیوالو سایبري چارو استازي لی تائه وو او د ناټو د نوښت، ګډو او سایبري چارو مرستیال سرمنشي ژان شارلس ایلرمن-کینګومبې مشري وکړه.

دواړو اړخونو د سایبري ګواښونو پر وړاندې د همکارۍ د پیاوړتیا او په هندو-پاسیفیک او یورو-اتلانتیک سیمو کې د سایبري امنیتي خطرونو د ارزونې موافقه وکړه.

سویلي کوریا او ناټو په ۲۰۲۳ کال کې د لوړې کچې سایبري خبرې اترې پیل کړې وې تر څو په سایبري امنیتي برخه کې همکاري نوره هم پیاوړې کړي.

دغه پرمختګ وروسته له هغه وشو چې د سویلي کوریا د دفاع وزیر آن ګیو-بک او د ناټو د پوځي کمېټې مشر جوزیپې کاوو دراګون د سې شنبې په ورځ د سیول د دفاعي خبرو اترو پر مهال د دفاع او دفاعي صنعت په برخه کې د همکارۍ د پیاوړتیا لارې وڅېړلې.

د سویلي کوریا د دفاع وزارت د یوې اعلامیې له مخې، دراګون د سویلي کوریا او ناټو تر منځ پر جدي همکارۍ موافقه وکړه چې به “په بېلابېلو برخو کې ژوره او پراخه شي، چې پکې دفاعي او پوځي تبادلې، د معلوماتو شریکول، سایبري فضا، فضا او مصنوعي ځیرکتیا” شامل دي.

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us