نړۍ
2 کمه لوست
د پاکستان په خیبرپښتونخوا ایالت کې د عملیاتو پر مهال ۲۰ تنو پاکستاني سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې.
په خیبر پښتونخوا کې د وسله والو پر وړاندې د امنیتي ځواکونو د لټون او عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه اووه پاکستاني امنیتي سرتیري وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي. دا خبره  د ډان ورځپاڼې کړې ده.
د پاکستان په خیبرپښتونخوا ایالت کې د عملیاتو پر مهال ۲۰ تنو پاکستاني سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې.
/ Reuters
6 ساعته مخکې

د پاکستان په خیبرپښتونخوا ایالت کې د عملیاتو پر مهال ۲۰ تنو پاکستاني سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې.

په خیبر پښتونخوا کې د وسله والو پر وړاندې د امنیتي ځواکونو د لټون او عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه اووه پاکستاني امنیتي سرتیري وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي. دا خبره  د ډان ورځپاڼې کړې ده.

د ورځپاڼې د راپور له مخې، یو سرتېری د وسله والو سره د سختې نښتې وروسته ورک شوی دی. دغه جګړه په یوه غرني سیمه کې د ځایي پولیسو تر واک لاندې شوې، چیرې چې وسله والو د امنیتي ځواکونو پر کاروان برید کړی و.

ټپیان روغتون ته انتقال شوي دي، او د پولیسو یوه لویه ډله لا هم په سیمه کې پاتې ده ځکه چې عملیات دوام لري.

امنیتي ځواکونو ادعا کړې چې وسله والو ته یې درانه زیانونه اړولي دي، خو د دې ادعا په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.

د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري او لومړي وزیر شهباز شریف د امنیتي ځواکونو د بریالي عملیاتو ستاینه کړې ده، او د سرتېرو زړورتیا او مسلکیتوب یې په دې عملیاتو کې چې ۱۹ وسله وال یې وژلي دي، ستایلي دي.

زرداري ویلي چې پاکستان د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره کلک هوډ لري.

شهباز شریف هم د خیبر پښتونخوا په مومند، شمالي وزیرستان او بنو ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو د بریالیو عملیاتو ستاینه وکړه، او ټینګار یې وکړ چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه به تر هغه دوام وکړي چې په بشپړ ډول له هېواد څخه ختمه شي.

دغه پرمختګ وروسته له هغې رامنځته شو چې د پاکستان پوځ د پنجشنبې په ورځ وویل چې په تېرو دوو ورځو کې یې د هېواد په شمال لویدیځ کې په جلا جلا عملیاتو کې ۱۹ شکمن وسله وال وژلي دي.

همداشان پدې عملیاتو کې ۷ تنو پاکستاني سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی او ۱۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

په وروستیو کلونو کې په امنیتي ځواکونو د بریدونو کچه لوړه شوې ده، چې پاکستان یې پړه د افغانستان میشتو وسله والو پر ډله پورې اړوند د تحریک طالبان پاکستان پر غړو اچوي.

کابل دغه تورونه رد کړي دي.

 

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us