افغانستان
2 کمه لوست
په کونړ کې د زلزلې د قربانیانو شمیره ۲۲۰۵ تنو ته لوړه شوه
د افغانستان په ختیځ کې د  تیرې یکشنبې په شپه د رامنځته شوې زورورې زلزلې وروسته د ژغورنې او لټون عملیات روان دي.  د طالبانو د حکومت ویاند وویل  تر اوسه پورې د مړو شمیره  ۲۲۰۵ تنو ته رسیدلې ده.
په کونړ کې د زلزلې د قربانیانو شمیره ۲۲۰۵ تنو ته لوړه شوه
کونړ زلزله / AA
21 ساعته مخکې

د افغانستان په ختیځ کې د  تیرې یکشنبې په شپه د رامنځته شوې زورورې زلزلې وروسته د ژغورنې او لټون عملیات روان دي.  د طالبانو د حکومت ویاند وویل  تر اوسه پورې د مړو شمیره  ۲۲۰۵ تنو ته رسیدلې ده. د ویاند په وینا د ټپيانو شمیره نږدې ۴۰۰۰ تنو ته لوړه شوې ده .

د طالبانو ویاند، همدالله فطرت، چې د تلفاتو تازه شمېرې یې وړاندې کړې، وویل چې د ژغورنې او لټون هڅې دوام لري. "د خلکو لپاره خیمې درول شوې دي، او د لومړنۍ مرستې او بیړنیو توکو رسول روان دي."

د کونړ ولایت د سیمه‌ییزو امنیتي ځواکونو ویاند، رحیم الله حمزاله، د پنجشنبې په ورځ وویل چې د مړو او ټپیانو ګډ شمېر له ۵۰۰۰ څخه اوښتی دی.

"لکه څنګه چې ډېر خلک لا هم د کنډوالو لاندې بند پاتې دي، د مړو شمېر ښایي نور هم زیات شي، ځکه چې د ژوندي پاتې کسانو د موندلو عملیات دوام لري،"

اړوندTRT Global - د افغانستان په کونړ ولایت کې د زلزلې له امله د مړو شمیره ۱۴۵۷ تنو ته لوړه شوه.

د نړیوال ملاتړ غوښتنه

په کابل کې چارواکو ویلي چې د ننګرهار، لغمان او پنجشیر ولایتونو څخه د تلفاتو شمېرې په تمه دي، چې دغه ولایتونه هم د زلزلې له امله زیانمن شوي دي. په ننګرهار کې لږ تر لږه ۱۲ مړینې تایید شوې دي.

د بشري مرستو ادارې وایي چې د ویجاړۍ کچه ډېره زیاته ده او د ژور بحران د مخنیوي لپاره یې د عاجلې نړیوالې مرستې غوښتنه کړې ده.

تورکیې ۲۵ ټنه مرسته استولې ده، چې پکې د سرپناه مواد، د حفظ الصحې کټونه او خوراکي توکي شامل دي، په داسې حال کې چې پاکستان، ایران، چین، هند او یو شمېر لویدیځو هېوادونو د مرستې ژمنه کړې ده.

 

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us