د تورکیې او مصر د بهرنيو چارو وزيرانو د اسرائيلي جبري لوږې پر ضد د هڅو په اړه خبرې وکړې
انقرې همداشان د اشغال لاندې ختيځ بیت المقدس کې د اسرائیلي وزيرانو او ناقانونه مېشتو لخوا د الاقصی جومات پر انګړ وروستۍ چاپه غندلې ده.
د تورکيې د بهرنيو چارو وزير، حاکان فیدان، له خپل مصري سيال بدر عبدالاطي سره ټیليفوني خبرې کړې دي، څو غزې ته د بشري مرستو د رسولو او د اوربند د ترلاسه کولو هڅې وڅېړي.
د تورکيې ديپلوماتيکو سرچينو په وينا، فیدان او عبدالاطي د يکشنبې په ورځ په غزه کې د سخت بشري حالت، په ځانګړي ډول د اسرائيلو د محاصرې له امله د رامنځته شوې ډله ييزې لوږې د مخنيوي هڅې او د اوربند د خبرو اترو پرمختګونه ارزولي دي.
د الاقصی پر جومات د اسرائيلي یرغل غندنه
تورکيې د اشغال لاندې ختيځ بیت المقدس کې د اسرائيلي وزيرانو، ځواکونو او ناقانونه مېشتو ډلو لهخوا د الاقصی جومات پر انګړ وروستی یرغل په کلکه غندلی دی.
د تورکيې د بهرنيو چارو وزارت د يکشنبې په ورځ په يوه خپره شوې اعلامیه کې ويلي، چې دا ډول اقدامات د الاقصی جومات امنيت له خطر سره مخ کوي او د ښار مقدسه پېژندنه ګواښي، دا مسئله يې نه يوازې د سيمې، بلکې د “بشر د وجدان” لپاره يوه مهمه موضوع بللې ده.
وزارت زياته کړه: "د اسرائيلو منظمې پاروونکې کړنې او د الحاق وروستۍ غوښتنې د دوه دولتونو پر حل بنسټيز بريد دی او د سولې لپاره هیلې په ژوره توګه زیانمنوي."
انقرې یو ځل بیا په غزه کې د سمدستي اوربند غوښتنه تکرار کړه او له نړيوالې ټولنې يې وغوښتل چې د دوه دولتونو پر بنسټ د دايمي سولې د رامنځته کېدو ملاتړ وکړي.