تورکیه
3 کمه لوست
تورکیه د یونان د سمندري پارکونو په ځواب کې خپلې خوندي سمندري سیمې پراخوي.
تورکیې د یونان لخوا په ایجین او ایونیان سمندرونو کې دوه سیمې د سمندري پارکونو په توګه د اعلانولو په مقابل کې په سمندرونو کې د یو پلوه اقداماتو په پر وړاندې خپل دریځ لا پیاوړی کوي.
تورکیه د یونان د سمندري پارکونو په ځواب کې خپلې خوندي سمندري سیمې پراخوي.
/ Reuters
3 اګست 2025

تورکیه د یونان د سمندري پارکونو په ځواب کې خپلې خوندي سمندري سیمې پراخوي.

تورکیې د یونان لخوا په ایجین او ایونیان سمندرونو کې دوه سیمې د سمندري پارکونو په توګه د اعلانولو په مقابل کې په سمندرونو کې د یو پلوه اقداماتو په پر وړاندې خپل دریځ لا پیاوړی کوي.

تورکیې  د یونان له خوا د ایونیان او ایجین سمندرونو په سیمه کې د دوو نویو سمندري پارکونو د اعلان په ځواب کې  د خپل خوندي سمندري سیمو د پراخولو پریکړه وکړه .

انقرې په رسمي ډول دوه نوي خوندي سمندري سیمې اعلان کړې: یوه د شمالي ایجین په سیمه کې د ګوکسېادا ساحل ته نږدې او بله د مدیترانې په سیمه کې د فینیکې ساحل ته نږدې.

دغه سیمې د تورکیې د ملي سمندري فضایي پلان په نقشه کې شاملې شوې دي، چې د یونسکو د سمندري علومو د بین الحکومتي کمیسیون (IOC) سره ثبت شوې ده.

د تورکیې چارواکو په وینا، دغه نوي ټاکل شوي سیمې د سمندري چاپېریال د ساتنې لپاره دي، په داسې حال کې چې اقتصادي فعالیتونه لکه کب نیونه او ګرځندوی به هم پکې دوام ولري.

دغه اعلانونه د بهرنیو چارو وزارت په همغږۍ او د اړوندو ادارو په همکارۍ، او د انقرې پوهنتون د سمندري قانون د ملي څېړنیز مرکز (DEHUKAM) د نظرونو په رڼا کې ترسره شوي دي.

سربېره پر دې، تورکیې د سمندري فضایي پلان د همغږۍ یوه نوې اداره هم جوړه کړې، چې د سمندري فعالیتونو د چاپېریالي اغېزو ارزونه وکړي او د حکومتي ادارو ترمنځ همغږي ښه کړي. دغه اداره د بهرنیو چارو وزارت تر څارنې لاندې فعالیت کوي.

تر دې وړاندې، تورکیې د یونان له خوا د ایونیان او ایجین سمندرونو په سیمه کې د دوو نویو سمندري پارکونو د اعلان په اړه اعتراض کړی و، او خبرداری یې ورکړی و چې دغه ګامونه ښايي د ایجین په شخړو کې د تورکیې پر حقونو اغېز وکړي.

په داسې حال کې چې سمندري پارکونه عموماً د سمندري چاپېریال د ساتنې لپاره جوړېږي، انقرې ویلي چې دغه پرېکړه د ایجین په سیمه کې د ځینو جغرافیایي جوړښتونو، په ځانګړې توګه هغو ټاپوګانو او ډبرو، چې د نړیوالو تړونونو له مخې یونان ته نه دي سپارل شوي، پر حاکمیت اغېز لرلی شي.

د ۲۰۲۵ کال د جولای په ۲۱مه نېټه د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې وویل چې دغه یو اړخیز ګامونه د سیمې په اړه د یو اړخیز واقعیت د رامنځته کولو هڅه ده. وزارت په ۲۰۲۴ کال د اپرېل په ۹مه نېټه په یوه بل بیان کې ورته اندېښنې څرګندې کړې وې.

انقرې ټینګار کړی چې دغه کړنې هېڅ قانوني اغېز نه لري او د ایجین په سیمه کې د تورکیې پر مشروع حقونو او ګټو اغېز نه کوي.

انقرې ویلي چې د دوی اقدامات د نړیوال سمندري قانون سره سمون لري او د نیم تړلو سمندرونو لکه ایجین د مدیریت لپاره د سیمه ییزې همکارۍ غوښتنه کړې ده.

تورکیې له یونان څخه غوښتنه کړې چې د دوستانه اړیکو او ښه ګاونډیتوب په اړه د اتن د اعلامیې په چوکاټ کې عمل وکړي، چې د ۲۰۲۳ کال د دسمبر په ۷مه نېټه د ولسمشر رجب طیب اردوغان او د لومړي وزیر کیریاکوس میتسوتاکیس لخوا لاسلیک شوې وه.

 

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us