د پاکستان د خیبرپښتونخوا په ایالت کې په څو جلا جلا بریدونو کې ۸ تنه وژل شوي دي چې ۵ تنه يي امنیتي ځواکونه دي.
چارواکو د چهارشنبې په ورځ تایید کړه چې د پاکستان په شمال لویدیځ کې د خیبر پښتونخوا ایالت په بیلابیلو سیمو کې د وسله والو په ګڼو بریدونو کې لږ تر لږه اته کسان وژل شوي، چې پنځه یې امنیتي پرسونل او درې یې ملکي وګړي دي.
د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په یوه بیان کې ویلي، چې د کرک په ولسوالۍ کې وسله والو پر پوځیانو برید وکړ، چې په پایله کې یې درې سرتیري او د هغوی موټر چلوونکی ووژل شول.
په یوه بله پیښه کې، د سه شنبې په شپه په پېښور کې پر یوه بل موټر برید وشو، چې له امله یې د پولیسو د مفتش علي حسین په ګډون درې کسان ووژل شول.
په دریمه پیښه کې، په لکي مروت کې پر یو تن پوځي چې د رخصتۍ په خاطر راغلی وو د ناپیژندو وسله والو لخوا ډزې وشوې چې له امله يي ژوند د لاسه ورکړ.
په دې وروستیو کې په خیبر پښتونخوا کې د افغانستان پر پوله پرتو ولسوالیو، لکه شمالي وزیرستان، جنوبي وزیرستان، خیبر او باجوړ کې تاوتریخوالی زیات شوی.
د بریدونو او عملیاتو وروستي معلومات
د اسلام آباد میشته څیړنیز مرکز د شخړو او امنیتي مطالعاتو لپاره د پاکستان انسټیټیوټ په وینا، د جولای په میاشت کې په ټول هیواد کې ۸۲ وسله وال بریدونه او لسګونه امنیتي عملیات ترسره شوي، چې ۲۱۵ کسان پکې وژل شوي. په وژل شویو کې ۳۷ امنیتي پرسونل، ۱۲۴ وسله وال او ۵۴ ملکي وګړي شامل دي.
سربیره پردې، ۱۹۹ کسان ټپیان شوي، چې ۱۰۷ یې ملکي وګړي، ۵۶ امنیتي پرسونل او ۳۵ یې وسله وال دي.
اسلام آباد ادعا کوي چې د پاکستان د بېلابېلو وسله والو ډلو له ټولګې څخه جوړه ناقانونه ډله تحریک طالبان پاکستان په افغانستان کې پټه ده او له هغه ځایه د پاکستان پر خلاف ترهګریز بریدونه کوي. افغانستان بیا په مکرر ډول سره د پاکستان ادعاګانې ردوي .
افغانستان دا تورونه ردوي او له پولو هاخوا د وسله والو عملیاتو ته د اجازه نه ورکولو خپله ژمنه بیا تاییدوي.