د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې هغه د روسیې د پخواني ولسمشر دیمیتري میدویدیف لخوا د ترسره شوو 'احمقانه او پاروونکو' څرګندونو په ځواب کې دوه اټومي اوبتلونه اړوندو سیمو کې د ځای پر ځای کولو امر کړی دی.
ټرمپ د جمعې په ورځ د ټولنیزه رسنۍ له لارې په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې "ما ددې احمقانه او پاروونکو څرګندونو چې یوازې خبرې ندي په ځواب کې په اړوند سیمو کې د دوه اټومي اوبتلونو اړوندو د ځای پر ځای کولو امر کړی دی .هغه خبرداری ورکړ چې خبرې "اکثره د ناڅاپي پایلو لامل ګرځي."
دا ګام د ټرمپ او میدویدیف ترمنځ چې اوسمهال د روسیې د امنیت شورا مرستیال مشر دی د تندو خبرو وروسته اخیستل شوی، چې اوس ټرمپ د دې اونۍ په پیل کې مسکو ته لس ورځنی ضرب الاجل ورکړی و چې په اوکراین کې د اوربند موافقه وکړي، که نه نو د روسیې او د هغې د سوداګریزو شریکانو پر صادراتو به سخت تعرفې ولګوي.
د روسیې د سړې جګړې د وخت د اټومي وسلو یادونه
میدویدیف د ټرمپ لخوا روسیې ته د مهلت ورکولو په غبرګون کې ټرمپ تورن کړ چې د "الټیماټمونو لوبه" کوي او هغه ته یې د روسیې د سړې جګړې د وخت د اټومي وسلو یادونه وکړه. ټرمپ په ځواب کې میدویدیف ته خبرداری ورکړ چې "خپلو خبرو ته پام وکړي."
د کریملین چارواکو د امریکا د ولسمشر ګواښونه رد کړي دي، او داسې کومه نښه نشته چې مسکو دې د ټرمپ ضرب الاجل ومني.
د ستراتیژیکو وسایلو د بیا ځای پر ځای کولو په اړه د ټرمپ پرېکړه د اوکراین د جګړې په اړه د زیاتېدونکو ترینګلتیاوو په منځ کې د خبرو د سختېدو څرګندونه کوي.
له هغه وخت راهیسې چې روسیې په ۲۰۲۲ کال کې په اوکراین باندې پراخه جګړه پیل کړې، میدویدیف د مسکو په مشرتابه کې یو له خورا توند غږونو څخه ګرځېدلی، چې اکثره د لویدیځ پر وړاندې پاروونکي څرګندونې کوي.