نړۍ
4 کمه لوست
ټرمپ : د چارلي کرک د وژلو په تور یو  شکمن کس نیول شوی دی.
ټرمپ : د چارلي کرک د وژلو په تور یو  شکمن کس نیول شوی دی. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ په یوه بیان کې اعلان وکړ چې په یوتا ایالت کې په یوه پوهنتون کې د محافظه کار فعال چارلي کرک د وژنې شکمن کس نیول شوی دی.
ټرمپ : د چارلي کرک د وژلو په تور یو  شکمن کس نیول شوی دی.
/ AA
18 ساعته مخکې

ټرمپ : د چارلي کرک د وژلو په تور یو  شکمن کس نیول شوی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ په یوه بیان کې اعلان وکړ چې په یوتا ایالت کې په یوه پوهنتون کې د محافظه کار فعال چارلي کرک د وژنې شکمن کس نیول شوی دی. د شکمن په نیول کېدو سره، د لټون هغه پراخ عملیات پای ته ورسېدل چې د دې پېښې وروسته پیل شوي وو، کومه پېښه چې ټرمپ "یو سپک او ناوړه برید" بللی و.

د کرک قاتل وروسته له هغه چې د چهارشنبې په ورځ یې د یوتا ویلي پوهنتون کې کرک د نښه ویشتونکي په یوه ډز وواژه، له ۲۴ ساعتونو څخه د زیات وخت لپاره له پولیسو او فدرالي اجنټانو څخه په تېښته بریالی شوی و.

ټرمپ له فاکس نیوز سره په مرکه کې وویل، "فکر کوم هغه مو ونیو." هغه زیاته کړه، یو کس چې شکمن یې پېژانده، د هغه په اړه یې خبر ورکړی دی.

وروسته اعلان شو چې دغه شکمن کس ۲۲ کلن ټایلر رابینسن دی.

له دې وړاندې د څېړنو مسؤلینو اعلان کړی و چې هغه ټوپک یې موندلی چې فکر کېږي د کرک په وژنه کې کارول شوی دی. هغوی د امنیتي کامرو هغه انځورونه هم خپاره کړي وو چې په کې یو "شکمن کس" ښودل شوی و. په هغو انځورونو کې چې د FBI له خوا خپاره شوي وو، شکمن کس تور ټي شرټ، تورې د لمرعینکې او توره خولۍ اغوستې وه. د هغه په اوږدو لستوڼو لرونکي ټي شرټ کمیس باندې د امریکا د بیرغ مخې ته د یوه ګنجي عقاب انځور د پام وړ و.

کرک، چې یو لیکوال، د پوډکاسټ چلوونکی او د ټرمپ نږدې متحد و، د جمهوري غوښتونکي ګوند لپاره یې د ځوانو رایه ورکوونکو ترمنځ د ملاتړ په زیاتولو کې مرسته کړې وه.

FBI او ایالتي چارواکو خبر ورکړی چې بریدګر له پروګرام پیل کېدو څو دقیقې مخکې د پوهنتون انګړ ته راغلی و. د کرک د بحث ناسته چې "ما غلط ثابت کړه نومېده، د ۳۰۰۰ کسانو په وړاندې ترسره شوه او د سالټ لیک سیټي سوېل ته په شاوخوا ۶۵ کیلومترۍ کې په یوتا ویلي کې جوړه شوې وه.

چارواکو په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د امنیتي کامرو انځورونه ښیي چې یو کس د زینو له لارې بام ته ختلی او له هغه ځایه یې ډزې کړې دي. کرک، چې د وسلو د حقونو کلک ملاتړی و، کله چې یې د ډله ییزو وسله والو بریدونو په اړه د یوه لیدونکي پوښتنې ته ځواب ورکاوه، مرمۍ یې پر غاړه ولګېده. لیدونکي په وېره او ډار سره  وتښتېدل.

د FBI ځانګړي استازي رابرټ بولس اعلان وکړ چې بریدګر له بام څخه په ټوپ وهلو سره نږدې یوې سیمې ته تښتېدلی دی. څېړونکو نږدې په یوه ځنګلي سیمه کې ټوپک موندلی او د دې تر څنګ یې د لاسونو او پښو نښې هم د څېړنې لپاره اخیستي دي.

د پنجشنبې په ورځ د ټولګیو د لغوه کېدو له امله په تش شوي د پوهنتون انګړ کې، د ودانۍ بام او نږدې ځنګلي سیمه د څېړنو لپاره په ژېړو پټیو پوښل شوي وو.

د یوتا د عامه امنیت کمېشنر، بیو میسن، وویل چې بریدګر د پوهنتون د عمر ښکارېده او په انګړ کې "په اسانۍ سره نه پېژندل کېده".

کرک، چې د "ټرننګ پواینټ USA" په نوم د محافظه کارو زده کونکو ډلې بنسټګر او مشر وو، د چهارشنبې په ورځ د "امریکایي بېرته راستنېدنې سفر په نوم د خپل ۱۵ پړاویزه سفر د یوې برخې په توګه په یوتا ویلي کې و، چې دا سفر د امریکا په بېلابېلو پوهنتونونو کې پلان شوی و.

ټرمپ اعلان وکړ چې کرک ته به د هېواد تر ټولو لوړ ملکي نښان، "د ولسمشرۍ د ازادۍ مډال" ورکړي.

 

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us