نړۍ
2 کمه لوست
د روسیې په لرې ختیځ د کامچاتکا ساحل او شاوخوا سیمې یوې ډیرې شدیدې زلزلې ولړزولې.
د امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې (USGS) ویلي، چې د روسیې په لرې ختیځ کې د کامچاتکا ساحل ته نږدې سیمه کې د ریښتر په کچه د  ۷.۴ درجې په شدت سره  زلزله شوې ده.
د روسیې په لرې ختیځ د کامچاتکا ساحل او شاوخوا سیمې یوې ډیرې شدیدې زلزلې ولړزولې.
زلزله / AA
18 ساعته مخکې

د روسیې په لرې ختیځ د کامچاتکا ساحل او شاوخوا سیمې یوې ډیرې شدیدې زلزلې ولړزولې.

د امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې (USGS) ویلي، چې د روسیې په لرې ختیځ کې د کامچاتکا ساحل ته نږدې سیمه کې د ریښتر په کچه د  ۷.۴ درجې په شدت سره  زلزله شوې ده.

د امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې د معلوماتو له مخې، د شنبې ورځې دغه زلزله د کامچاتکا سیمې د اداري مرکز، پیټروپاولوفسک-کامچاټسکي ښار، ۱۱۱ کیلومتره ختیځ ته د ځمکې په ۳۹.۵ کیلومتره ژوروالي کې رامنځته شوې.

د ارام سمندر د سونامي خبرداري مرکز ویلي، چې د زلزلې له مرکز څخه تر ۳۰۰ کیلومترۍ پورې د روسیې په ساحلونو کې د "خطرناکو" څپو احتمال شته.

د امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې تر دې مخکې د زلزلې شدت ۷.۵ ښودلی و، خو وروسته یې دا کچه ټیټه کړه.

د جولای په میاشت کې، یوه تر ټولو زوروره ثبت شوې زلزله د کامچاتکا ټاپووزمې ته نژدې وشوه، چې له امله یې په ارام سمندر کې تر څلور مترو (۱۲ فوټو) پورې لوړې سونامي څپې رامنځته شوې او له هاوايي څخه تر جاپان پورې خلک له خپلو سیمو وایستل شول.

د ۸.۸ درجې دغه زلزله له ۲۰۱۱ کال راهیسې تر ټولو لویه وه، کله چې په هغه کال جاپان ته نژدې د ۹.۱ درجې زلزلې داسې سونامي رامنځته کړه چې له ۱۵۰۰۰ څخه ډېر کسان یې ووژل.

د جولای میاشتې زلزلې په جاپان کې چارواکي اړ کړل چې نژدې دوه میلیونه خلکو ته لوړو سیمو ته د تګ امر وکړي.

په ټوله سیمه کې د سونامي خبرداری هم ورکړل شوی و، چې وروسته بېرته واخیستل شو یا یې کچه ټیټه کړای شوه.

 

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us