کلتور
7 دقیقې خواندن
د نړۍ ماشومانو لپاره د مرستو کمول یو اخلاقي او ستراتیژیک فاجعه ده
د یو انسان دوست په توګه، زه د دې پوهې له مخې هڅول کېږم چې زما کار د میلیونونو ماشومانو په ژوند کې څرګند بدلون راولي.
د نړۍ ماشومانو لپاره د مرستو کمول یو اخلاقي او ستراتیژیک فاجعه ده
/ AFP
18 مارچ 2025

د یو انسان دوست په توګه، زه د دې پوهې له مخې هڅول کېږم چې زما کار د میلیونونو ماشومانو په ژوند کې څرګند بدلون راولي. دا هغه اصل دی چې ټول انساني ژوندونه یو شان ارزښت لري، چې زما او زما د مرستندویه همکارانو هوډ ته ځواک ورکوي، حتی د لویو ننګونو په وړاندې.

خو نن ورځ، موږ له یوې داسې کړکېچ سره مخ یو چې تصور یې هم نه شو کولی: هغه نه زغملو وړ حقیقت چې کوم ژوندونه وژغورو او کوم پرېږدو. دا یوه داسې معضله نه ده چې موږ یې ومنو یا یې باید ونه  منو.

د بهرنیو مرستو وروستي کمښتونه د بشري مرستندویه سازمانونه په داسې ناممکنو پرېکړو مجبوروي. په داسې وخت کې چې په نړۍ کې هر یوولسم ماشوم د بشري مرستو اړتیا لري، موږ اړ یو چې یوه کړکېچ ته په  بل ترجیح ورکړو، یوه ټولنه له بلې مخکې کړو، او په پای کې د یوه ماشوم ژوند د بل په وړاندې غوره کړو.

موږ لا دمخه زړه بوږنوونکې پرېکړې کړې دي چې د ژوند ژغورونکو پروګرامونو بندولو ته اړ شو. دا پدې معنا ده چې د سخت خوارځواک ماشومانو درملنه یا د جګړې په سیمو کې د نوي زیږیدلو ماشومانو لپاره حیاتي طبي ملاتړ بند شي. دا یوازې یو لوژستیکي ننګونه نه ده؛ دا یوه اخلاقي کړکېچ دی چې زموږ د ماموریت، روح، او هغه هر څه چې موږ یې لپاره ولاړ یو، په زړه کې برید کوي.

د ماشومانو ژغورنې سازمان له یوې پېړۍ څخه زیات مخکې د ایګلانټین جب په نوم یوې ښځې له خوا جوړ شو، چې د فوق العاده اخلاقي زړورتیا او باور لرونکې وه. هغې یو سازمان جوړ کړ چې د ماشومانو د حقونو دفاع، د ژوند ژغورنه، د کورنیو ساتنه، د کړاوونو کمول، او د وقار بیرته راوستل یې هدف و.

نن ورځ، موږ په ۱۱۵ هېوادونو کې فعالیت کوو او په مستقیم ډول له ۱۰۵ میلیونو څخه زیاتو ماشومانو سره مرسته کوو. موږ اکثره د بیړنیو حالاتو په وړاندې لومړني ځواب ویونکي یو، او زموږ ژمنتیا د هر ماشوم لپاره، هر ځای، نه بدلېدونکې ده.

خو زموږ اصول د بې ساري ګواښونو لاندې دي.

په داسې یوه دوره کې چې نړیوال کړکېچونه لکه جګړې، د اقلیم بدلون، او اقتصادي بې ثباتي زیاتېږي، د نړۍ ډېری شتمن هېوادونه خپلې مرستې کموي. امریکا، بریتانیا، جرمني، استرالیا، سویډن، ډنمارک، فرانسه، هالنډ او نور دودیز مرسته کوونکي هېوادونه له خپلو نړیوالو ژمنو څخه په شا کېږي، چې د نړیوالو مرستو د خطرناک کمښت لامل کیږي.

مرستې کمول یوازې د اخلاقي مشرتابه ناکامي نه ده، بلکې یوه ستراتیژیکه تېروتنه هم ده.

د فقر، بې ثباتۍ، او روغتیايي کړکېچونو په وړاندې د اقدام کولو ناکامي یوازې نړیواله بې ثباتي ژوروي، کډوالي، اقتصادي شاکونه، او جګړې زیاتوي. دا ستونزې سرحدونه نه پېژني؛ دا د نړۍ په کچه اغېز کوي. کله چې موږ د نړۍ تر ټولو زیانمنو خلکو ته شا کړو، دا په اصل کې د راتلونکو کړکېچونو تخمونو شیندولو په معنا دي. په پای کې به دوې زموږ تر دروازو راورسیږي، او ماشومان تل د دې کړکېچونو اصلي قربانیان دي.

په ۲۰۲۴ کال کې، د جګړو، تاوتریخوالي، او ځورونې له امله د بې ځایه شویو خلکو شمېر ۱۲۰ میلیونو ته ورسېد—چې د جاپان د نفوس سره برابر دی—او بې ځایه شوي خلک په اوسط ډول له یوې لسیزې څخه زیات له خپلو کورونو لرې پاتې کېږي. دوی بیا بیا موږ ته وایي چې د دوی تر ټولو لوی خوب بیرته ستنېدل دي. مرستې د خلکو په بیرته ستنېدو کې حیاتي رول لوبوي.

په اوکراین کې، موږ د ناتالیا* او د هغې د لور سوفیا* په څېر کورنیو سره مرسته کړې چې د جګړې له امله زیانمن شوي خپل کورونه بیا جوړ کړي. په ایتوپیا کې، موږ د روکیه* په څېر ښځو سره مرسته کړې چې کوچني کاروبارونه پیل کړي او خپل ژوند بیا جوړ کړي. مرستې ټولنې بیا رغوي، ثبات رامنځته کوي، او اقتصادي بیا رغونه پرمخ وړي.

مرستې همدارنګه هغو خلکو ملاتړ کوي چې په کډوالۍ کې  بند پاتې دي، د هغوی لپاره هېڅ حل لاره نه موندل کېږي. لکه علیا* او زهرا*، دوه نجونې چې په سوریه کې د الهول په توقیف کمپ کې لویې شوې. هغوی په خپلو هېوادونو کې نه منل کېږي، د هغوی په څېرو کې د امید څرکونه لیدل کېږي، خو سترګې یې د هغه بې ځایه ګناه کیسه کوي چې دوی یې مرتکب نه دي.

لنډ نظر

د مرستو د کمولو په خاطر تنګ نظري  نړۍ لا زیاته د  روغتیايي، امنیتي او ثبات د ستونزو سره مخامخوي . په جګړه ځپلو سیمو کې د ماشومانو ژوند دوه چنده زیات شوی، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۳ کال کې نړیوال پوځي لګښتونه ۲.۴ ټریلیونه ډالرو ته لوړ شوي. په همدې حال کې، د جګړې د مخنیوي او بشري مرستو په برخه کې پانګونې کمېږي.

د ۲۰۲۵ کال نړیوال بشري غوښتنه ۴۴.۷ میلیارده ډالر غواړي چې په ۳۲ هېوادونو او ۹ کډوالو کوربه سیمو کې ۱۹۰ میلیونو خلکو ته د ژوند ژغورونکي مرستې برابرې کړي. که په بشپړ ډول تمویل شي، دا په کال کې د هر کس لپاره شاوخوا ۲۳۵ ډالر دي، په میاشت کې ۲۰ ډالر، یا په ورځ کې ۶۵ سینټه، چې دا د ډېرو لویدیځو هېوادونو د یوې پیالې قهوې څخه هم لږ دی. د ۲۰۲۴ غوښتنه ۴۵ سلنه تمویل شوې وه. د مرستو غیر مؤثره بلل یوازې یوه بې ځایه ادعا نه ده، بلکې د عامه احساساتو یوه بد نیتي کارونه ده.

په غزه، هایټي، او سوډان کې، زموږ ټیمونه د ماشومانو د زیات شمېر له امله چې ځینې یې لا ښوونځي ته نه دي تللي، د رواني ملاتړ اړتیا لري، حیران دي. دا ماشومان هغه وحشتونه لیدلي چې هېڅ ماشوم یې باید ونه ویني.

په دموکراتیک کانګو کې، وسله والې ډلې په قصدي ډول ماشومان د استخدام لپاره په نښه کوي او تښتوي. موږ نشو کولی دا حقیقتونه له پامه وغورځوو. په پرمختګ او بشري مرستو کې پانګونه خیرات نه دی—دا یوه ستراتیژیکه اړتیا او تر ټولو مهمه، یوه اخلاقي دنده ده. د مرستو کمول به یوازې کړکېچونه ژور کړي، د بې ثباتۍ یو داسې دور رامنځته کړي چې وروسته به یې د حل لپاره ډېر لګښت وشي.

ناممکنې پرېکړې

د کمېدونکو تمویلاتو سره، مرستندویه کارکوونکي اړ دي چې ناممکنې پرېکړې وکړي: ایا موږ په وچکالۍ ځپلو سیمو کې ماشومانو ته خواړه ورکړو یا په جګړه ځپلو سیمو کې ناروغانو ته طبي پاملرنه وکړو؟ ایا موږ د سېلابونو ځواب ورکړو یا د اقلیم د مقاومت لپاره پانګونه وکړو؟ هره پرېکړه دا معنا لري چې ځینې ماشومان به د ژوند ژغورونکي مرستې ترلاسه کړي—پداسې حال کې چې نور يي د دې مرستو نه محرومیږي.

دا اخلاقي بار په ټولو مرستندویه کارکوونکو دروند دی. اوس تر بل هر وخت زیات. د ماشومانو ژغورنې سازمان باور لري چې د هر ماشوم ژوند مساوي ارزښت لري، خو روښانه حقیقت دا دی چې کله تمویلات کمېږي، ژوند له لاسه ځي.

نړیوال منظر بدلېږي، د نوو قدرتونو، بدلېدونکو اتحادونو، او زیاتېدونکي بې ثباتۍ سره. دا بدلونونه زموږ ماموریت ته نوي خطرونه مخامخوي. پوښتنه دا نه ده چې ایا موږ د مرستو دوام ته وس لرو؟—بلکې دا ده چې ایا موږ یې د نه دوام وس لرو؟ دا هغه وخت دی چې د یووالي او ګډ مسوولیت غوښتنه کوي. پرته له دې، موږ د فقر کمولو، روغتیايي پاملرنې، او زده کړو په برخه کې د پرمختګونو لسیزې له لاسه ورکولو خطر سره مخ یو.

حکومتونه د مرستو د هڅو په دوام کې نه بدلېدونکی رول لوبوي. موږ نشو کولی داسې راتلونکی عادي کړو چې د ځینو ژوند ژغورل د نورو د له لاسه ورکولو معنا ولري. ځکه په کوم اساس یو ژوند لږ ارزښتمن ګڼل کېږي؟

لکه څنګه چې زموږ بنسټ ایښودونکې، ایګلانټین جب، یو ځل وویل: "موږ باید د نړۍ تخیل ځواک ته لاس ورسوو. نړۍ بې سخاوته نه ده، خو بې تخیله او ډېره بوخته ده."

دا وخت دی چې داسې نړۍ بیا تصور کړو چې پکې د ټولنو ترمنځ خواخوږي او نړیوال یووالی د بدګومانۍ، بې باورۍ او بېلتون پر ځای لومړیتوب ولري—یوه نړۍ چې پکې د هر ماشوم ژوند په رښتیا ارزښت لري.

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us