اسلام آباد د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي هغه ادعا رد کړه چې ګواکي پاکستاني وګړي د روسیې لپاره د هغه هېواد پر ضد جنګیږي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ په قاطعیت سره په اوکراین کې په جګړه کې د پاکستاني وګړو ښکیلتیا "بې اساسه او بې بنسټه" وبلله او دا ادعاوې رد کړې.
دې وزارت وویل: "تر اوسه د اوکراین چارواکو له پاکستان سره په رسمي توګه اړیکه نه ده نیولې، او نه یې هم د دې ادعاوو د اثبات لپاره کوم د تایید وړ شواهد وړاندې کړي دي."
زیلینسکي د دوشنبې په ورځ ادعا وکړه چې په شمال ختیځ اوکراین کې د هغه ځواکونه د پاکستان په ګډون د مختلفو هیوادونو له بهرنیو "مزدور جنګیالیو" سره جنګیږي.
هغه پر ایکس (X) په یوه پوسټ کې، په داسې حال کې چې د اوکراین سرتیرو ته یې په شمال ختیځ اوکراین کې د ووفچانسک په جبهه کې وینا کوله، وویل: "په دې سکتور کې زموږ جنګیالي د چین، تاجیکستان، ازبکستان، پاکستان او افریقایي هېوادونو د مزدور جنګیالیو د ګډون راپور ورکوي. موږ به ځواب ورکړو."
خو اسلام آباد ویلي چې دوی به دا ادعاوې د اوکراین له چارواکو سره شریکې کړي او په دې اړه به د وضاحت غوښتنه وکړي.
پاکستان د ملګرو ملتونو د منشور د اصولو سره سم، د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ له لارې د اوکراین د شخړې د سوله ییز حل لپاره خپله ژمنتیا بیا تایید کړه.