د آلمان د اپوزیسیون مشر فریدریش مرز د یکشنبې د ورځې په فدرالي ټاکنو کې د سترې بریا نه وروسته خپل بری اعلان کړ، د هغه په مشرۍ د مسیحي ډیموکراتانو ګوند (CDU/CSU) نږدې ۲۹ سلنه رایې وګټلې او په څرګند ډول یې د نورو ګوندونو په وړاندې مخکښ ځای خپل کړ.
مرز، د داسې یو هیواد لومړۍ وزیرۍ دندې نوماند دی چې د سیاسي او ټولنیز پلوه په جدي توګه ویشل شوی دی . هغه پخپله لومړنۍ وینا کې وویل "نړۍ زموږ لپاره انتظار نه کوي، او نه د اوږدو ائتلافي خبرو لپاره انتظار باسي. موږ باید اوس ژر عمل کولو وړتیا بیرته ترلاسه کړو." دغه محافظه کار مشر د چټک اقدام غوښتنه وکړه.
خو د آلمان سیاسي وضعیت ته په کتو، دا کار دومره اسانه نه ښکاري. ځینې خلک د هغه د دې هڅې په اړه شک لري چې ایا هغه به وکولی شي چې ملت یو موټی کړي؟
په آلمان کې مېشت سیاسي فعال محمود ابو عوده باور لري چې مرز به د ټولنیزو ویشونو څخه د واک ساتلو لپاره ګټه پورته کړي، نه دا چې دا ویشونه ختم کړي.
هغه ټي آر ټي ورلډ کانال سره په مرکه کې وویل "د یوې سختې ویشل شوې ټولنې د یووالي لپاره، تاسو باید ریښتینې اراده ولرئ چې دا ویشونه له منځه یوسئ. خو زه فکر نه کوم چې مرز او د مسیحي ډیموکراتانو ګوند دا اراده ولري.
هغه زیاته کړه "دوی غواړي په واک کې پاتې شي او د ټولنیزو ویشونو څخه د خپلې ګټې لپاره کار واخلي. دا ستراتیژي په پای کې د آلمان لپاره د بدیل ګوند لپاره ګټه کوي.
هغه وویل "د ټولنې ویشل په مهمو مسایلو، په ځانګړي توګه د مهاجرینو په مسئله کې، د جرمني لپاره د بدیل افراطي ګوند ورځنی کار دی، او د مسیحي ډیموکراټانو ګوند هڅه کوي چې د دې فضا څخه د خپلو ضد مهاجر دریځونو سره ګټه پورته کړي.
۶۹ کلن سیاستوال مرز وروسته له دې چې انګیلا میرکل له فعاله سیاست څخه لاس واخیست ، په ۲۰۲۲ کال کې د مسیحي ډیموکراتانو د ګوند مشري واخیست.
میرکل د ارامه او د اجماع پر بنسټ مشرتابه سره په ټولنه کې ټولنې ویشنې ختمې کړې وې پراخ ملاتړ يي ترلاسه کړی وو خو مرز بیا د خپلو لومړنیو څرګندونو او دریځ سره په جرمني کې تر ټولو د لږ محبوبیت لرونکي لومړي وزیر نوماندانو باندې بدل کړی دی.
د یوې وروستۍ نظرپوښتنې له مخې، یوازې ۲۱ سلنه نارینه او ۱۵ سلنه ښځې هغه د لومړي وزیرۍ لپاره مناسب کس بولي. د ځوانو رایه ورکوونکو ترمنځ د هغه ملاتړ لا ټیټ دی، یوازې ۱۳ سلنه.
ابو عوده وویل: "مرز هیڅکله یو محبوب سیاستوال نه و، او اوس هم نه دی. زه تمه نه لرم چې هغه به په ټولنه کې یو زړه راښکونکی شخصیت شي. ډیری رایه ورکوونکو هغه ځکه غوره کړ چې د جرمني لپاره د بدیل ګوند ښکاره نژادپالنې او سخت دریځۍ سره مخالفت لري، نه دا چې د هغه ملاتړ وکړي.
هغه زیاته کړه: "د جرمني لپاره بدیل ګوند ښکاره نژادپال او نازیستي دی. مرز، له بلې خوا، ځان د یو سخت دریځه محافظه کار په توګه وړاندې کوي، خو دومره افراطي نه ښکاري.
د ویشل شوې رایه ورکوونکو اداره کول
د ټاکنو پایلې د سیاسي منظرې ویش ښیي. د افراطي ښي اړخي د جرمني لپاره بدیل ګوند په فدرالي ټاکنو کې خپل تر ټولو غوره پایله ترلاسه کړه، دویم ځای یې خپل کړ او ۲۰.۸ سلنه رایې یې وګټلې – چې د تېرې ټاکنې په پرتله یې خپلې رایې دوه برابره ډیرې کړي دي.
په ورته وخت کې، د لومړي وزیر اولاف شولز د مرکز-چپ سوسیال ډیموکرات ګوند (SPD) تاریخي ماتې سره مخامخ شو، او یوازې ۱۶.۴ سلنه رایې ترلاسه کړې، چې له ۱۹۴۹ راهیسې یې تر ټولو خرابه پایله ده.
د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیربوک د شنو ګوند څلورم ځای خپل کړ، چې ۱۱.۶ سلنه رایې یې ترلاسه کړې، په داسې حال کې چې د کیڼ اړخي ګوند رایې ۸.۸ سلنې ته لوړې شوې، چې د تېرې ټاکنې په پرتله یې ۳.۹ سلنه زیاتوالی درلود.
ابو عوده باور لري چې دې ټاکنو د آلمان تر ټولو ښي اړخي پارلمان رامنځته کړ. هغه وویل: "هیڅ ګوند د فلسطین د قضیې او کډوالو پر خلاف تبعیض پر خلاف غږ لوړ نکړ.
مرز لومړنی تر ټولو ستر امتحان به د ائتلافي حکومت د جوړولو په برخه کې وي، ځکه چې پدې ټاکنو کې هیڅ ګوند مطلق اکثریت نه دی ګټلی. د مسیحي ډیموکراټانو ګوند ۲۰۸ څوکۍ ترلاسه کړې، د جرمني لپاره بدیل افراطي ګوند ۱۵۲، سوسیال ډیموکرات ګوند ۱۲۰، شنو ګوند ۸۵، او کیڼ اړخي ګوند ۶۲ څوکۍ ترلاسه کړې. په بونډسټاګ کې اکثریت لپاره لږ تر لږه ۳۱۶ څوکۍ اړینې دي، چې د یو ګوند حکومت ناممکن کوي.
د سوسیال ډیموکرات ګوند سره ائتلاف به مسیحي ډیموکراتانو ته ۳۲۸ څوکۍ ورکړي، په داسې حال کې چې د شنو ګوند سره درې اړخیزه ائتلاف به ۴۱۳ څوکۍ جوړې کړي.
ایا د جرمني لپاره بدیل افراطي ګوند به ددینه وروسته څه ډول چلند غوره کړي؟
د مرز یوه لویه ننګونه به د افراطي ښي اړخي د جرمني لپاره د بدیل ګوند د نفوذ مخنیوی وي، که څه هم ډیری خلک شک لري چې د هغه هدف او پلان کې به دا مسئله شتون ونلري.
مرز په دې وروستیو کې د پارلمان لپاره د مهاجرت ضد قانون وړاندیز وکړ، هیله یې درلوده چې د جرمني لپاره د بدیل ګوند د ملاتړ سره یې تصویب کړي.
خو د افراطیانو سره د همکارۍ لپاره د مرز هڅه ناکامه شوه، ځکه چې دغه قانون د پارلمان په تاوده بحث کې رد شو، ځکه چې د هغه د خپل ګوند د لسګونو غړو لخوا یې ملاتړ ونه شو.
دغه اقدام په ټوله آلمان کې د مظاهرو لامل شو، چې لسګونه زره خلکو مرز د افراطي ښي اړخي سیاستونو د عادي کولو او د جګړې وروسته د افراطیانو سره د همکارۍ پر وړاندې د اجماع د کمزوري کولو په تور تورن کړ.
د سخت فشار سره مخ، مرز بیرته شاته شو او خلکو ته یې ډاډ ورکړ چې عیسوي ډیموکراتان به د ټاکنو وروسته د د جرمني لپاره بدیل ګوند سره همکاري یا خبرې ونه کړي.
د جګړې مجرمینو ملاتړ
دغه محافظه کار مشر د اسرائیلو قوي ملاتړ کوونکی دی، او په بیا بیا یې ویلي چې د اسرائیلو امنیت د آلمان د "دولت د دلیل" برخه ده.
هغه په برلین کې په خپله وروستۍ وینا کې اعلان وکړ: "زما په مشرۍ حکومت به زموږ اړیکې له اسرائیلو سره پیاوړې کړي. زه به د اوسني حکومت د صادراتو بندیز سمدستي پای ته ورسوم.
د مرز حکومت تمه کیږي چې د مهاجرت ضد پالیسي تعقیب کړي او د فلسطین پلوه نظریاتو د ځپلو هڅه وکړي، د "ضد سامییت" په نوم.
ابو عوده وویل: "مرز یو قوي صهیونیست دی چې احتمال لري سخت قوانین پلي کړي، چې په نابرابر ډول به پر فلسطینیانو اغیزه وکړي.
هغه زیاته کړه: "په آلمان کې فلسطیني حرکت باید نه یوازې د ځان ساتنې لپاره چمتو شي، بلکې د اساسي بشري حقونو او اساسي قوانینو د دفاع لپاره هم چې دا اقدامات یې سرغړونه کولی شي.
هغه هیڅکله هم اجرایوي مسئولیت او دنده نه وه اخیستې
مرز د خپلې کمپاین په جریان کې، په لومړي وزیر شولز په مشرۍ په ائتلافي حکومت ډیرې زیاتې نیوکې کولې او د آلمان د اقتصادي رکود لپاره یې ناسمه پالیسي ملامتوله.
مرز د هیواد د اقتصاد د بیا ژوندي کولو لپاره په شرکتونو د مالیاتو کمولو، د ارزانه انرژۍ ډاډمنولو، او د بوروکراسي کمولو په څیر یو زیات شمیر وړاندیزونه وکړل.
خو د ابو عوده په وینا، مرز به د اقتصادي ودې لپاره په تیروتنه سره د کارګرانو او ټولنیز سیسټم په زیان قوانین تصویب کړي.
هغه وویل: "تمه کیږي چې هغه داسې قوانین تصویب کړي چې ټولنیزې ګټې کمې کړي، د کارګرانو حقونه کمزوري کړي، او اتحادیې کمزورې کړي. هغه به پرمختګ غوښتونکي هم په نښه کړي، د جرمني لپاره د بدیل ګوند او لا سخت دریځو ښي اړخو ځواکونو لپاره د واک ترلاسه کولو لپاره به لاره هواره کړي.
د ۲۰۱۶ څخه تر ۲۰۲۰ پورې د بلیک راک آلمان د رئیس په توګه د هغه دوره په ځانګړي ډول لانجمنه ده، ځکه چې د کیڼ اړخو سیاستوالو په وینا، د هغه له څو ملي شرکتونو او مالي سکتور سره نږدې اړیکې کولی شي هغه دې ته اړ کړي چې د عامه هوساینې پر ځای د لابي ډلو ګټو ته لومړیتوب ورکړي.
څارونکي د مرز د مشرتابه وړتیاوو په اړه هم شک څرګندوي. د هغه د اوږدې سیاسي او سوداګریزې تجربې سره سره، هیڅکله اجرائیوي مسئولیت او دنده په غاړه نده اخیستې – نه د ایالت مشر په توګه او نه د فدرالي کابینې وزیر په توګه.
لکه څنګه چې ډیری لوی ګوندونه د مهاجرت ضد پالیسي غوره کوي، په آلمان کې ډیری لږکي ځانونه سیاسي بې استازیتوب احساسوي.
ابو عوده وویل: "مرز هغه څه استازیتوب کوي چې ډیری خلک په آلمان کې ترې ویره لري، او هلته هیڅ ریښتینی بدیل نشته.
هغه زیاته کړه: "هلته داسې ګوند نه و چې زموږ ریښتینی استازیتوب وکړي؛ یوازې یو کډوالو ضد متحد بلاک و چې له کیڼ اړخي ګوند څخه تر جرمني لپاره د بدیل افراطي ګوند پورې غځیدلی و.
موږ د سخت وخت لپاره چمتو یو، خو په ډیرو لارو کې، دا یوازې د هغه څه دوام دی چې موږ یې مخکې تجربه کړې ده.